اسرائیل د فلسطین د خپلواکه هیواد د جوړیدا خنډ دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93442-اسرائیل_د_فلسطین_د_خپلواکه_هیواد_د_جوړیدا_خنډ_دی
القدس العربي ورځپاڼې راپور ورکړ د اردن سین په لویدیځه غاړه کښې په رام الله ښار کښې د فلسطین د بشري حقوقو یوه(۱) مرکز حمایه وویل د فلسطینیانو پرضد د اسرائیلو د نیواکګر رژيم سیاستونه د فلسطین د خپلواکه هیواد د جوړیدا خنډ شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 09, 2020 11:01 Asia/Kabul
  • اسرائیل د فلسطین د خپلواکه هیواد د جوړیدا خنډ دی

القدس العربي ورځپاڼې راپور ورکړ د اردن سین په لویدیځه غاړه کښې په رام الله ښار کښې د فلسطین د بشري حقوقو یوه(۱) مرکز حمایه وویل د فلسطینیانو پرضد د اسرائیلو د نیواکګر رژيم سیاستونه د فلسطین د خپلواکه هیواد د جوړیدا خنډ شوي دي .

دغه مرکز د فلسطینیانو په ټاټوبو باندې د صهیونیسټ نیواکګر رژيم د عسکرو د حملو د زیاتیدا په غندلو سره وویل د ملګروملتونو پریکړه لیکونه د فلسطین د خپلواکه هیواد په جوړیدا ټینګار لري خو د قدس د نیواکګر رژیم سیاستونه دغه هدف ته د رسیدا خنډ شوي دي .

د صهیونیسټ رژیم عسکرو په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو  کښې د الاقصی جومات د دوو(۲) ساتونکو په شمول په لسګونو فلسطیني ځوانان نیولي دي او د فلسطینیانو په کورونو باندې په بریدونو سره د هغوې د ویرولو او دهغوې  کورونو او سامانونو د له مینځه وړلو سبب شوي دي .

د سپتمبر د میاشتې په پینځلسمه (۱۵) نیټه له صهیونیسټ رژیم سره د متحده عربي اماراتو او  د بحرین د اړیکو له عادي کیدا وروسته دغه رژیم د فلسطین په سیمو او په تیره بیا لویدیځې غاړې باندې بریدونه زیات کړي دي .