د امریکا رذیل چارواکي د ایران له وسونو ویریږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93508-د_امریکا_رذیل_چارواکي_د_ایران_له_وسونو_ویریږي
زمونږ خبریال وايي د ایران د ټولوقواو قومندان حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د تهران د دفاعي ، توغندوي او د سیمه ییزو وسونو په هکله په امریکا کښې د چټي خبرو کونکو اراذلو شورماشور دغو وسونو ته د رسیدا لپاره د اسلامي جمهوریت عقلاني او دقیق محاسبات وبلل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 12, 2020 12:05 Asia/Kabul
  • د امریکا رذیل  چارواکي د ایران له وسونو ویریږي

زمونږ خبریال وايي د ایران د ټولوقواو قومندان حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د تهران د دفاعي ، توغندوي او د سیمه ییزو وسونو په هکله په امریکا کښې د چټي خبرو کونکو اراذلو شورماشور دغو وسونو ته د رسیدا لپاره د اسلامي جمهوریت عقلاني او دقیق محاسبات وبلل .

هغه حضرت نن د امام علي علیه السلام  په پوځي پوهنتون کښې د وسله والو ځواکونو د حربي پوهنتونونو د زده کړې له ګډو مراسمو د ویډیو ارتباط له لارې وویل د امریکا چټي خبرې په دغه ډګر کښې د واشنګټن د شاتې پاتې کیدا او د ویرې له کبله دي خو باید دغو فضا جوړونو ته له پام کولو پرته د عقلاني محاسباتو دستګاه  باید وساتو او د ایران اسلامي جمهوریت به په دې ډګر کښې بیا هم مخ ته لاړ شي .

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي دغه راز د ایران د ملت ضد جنایت او د هیواد په اقتصاد کښې له ګډوډۍ د امریکا د ولسمشر ټرمپ  خوشحاله کیدا ته په اشارې سره وویل یوازې د ستا په شان رذیل کسان په دا ډول جنایت باندې فخر کوي .

هغه حضرت ډاګینه کړه البته د امریکا د نن ورځې حالت د میلیارډونو ډالرو بودجې په خسارې ، د لسګونو میلیونو وږو او تر بې وزلۍ لاندې کسانو سره ډیر بد دی او د ایران ملت به د ایمان په قدرت ، ملي ارادې او د امریکا د جنایتکاره ، خائنو او د رذیلو مسولانو له هڅې سره سره  په مشکلاتو بریالي شي او له بایکاټ څخه به د هیواد د اقتصاد د حقیقي مقاومت کولو لپاره د یوې (۱) وسیلې په توګه استفاده وکړي .

حضرت ایت الله خامنه اي په دې موضوع بیا ټینګار سره چې د ایران د مشکلاتو حل په داخل کښې دی وویل  د خلکو اقتصادي او معیشتي مشکلات د چارواکو د شپې او ورځې په  هڅې ،قوي او جامع او ستړي نشئ مدیریت او په داخلي تولید تمرکز او خارج ته د تمې د نه لرلو په شرط د حل وړ دي او د امریکا  په ملت مسلط په سلګونو رذیل غږونه باید د هیڅ چا ذهن مشغول نکړي .

د ایران د ټولو قواو قومندان حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي دغه راز په ګواښونو کښې بدلون ته په اشارې سره له هغو سره مقابله نویو پروګرامونو ته اړتیا لرونکي وبلله او ټینګار یې وکړ د ایران د وسله والو ځواکونو د پوهنتونو په څیړنو کښې باید د نویو ګواښونو اټکلونو او له هغوې سره د مقابلې د لارو چارو ته جدي پام وشي .