ظریف :ایران د قره باغ شخړې له حل سره مرستې ته چمتو دې
(last modified Fri, 16 Oct 2020 01:17:28 GMT )
Oct 16, 2020 05:47 Asia/Kabul
  • ظریف :ایران د قره باغ شخړې له حل سره مرستې ته چمتو دې

ښاغلی ظریف یو ځل بیا د اسلامی ایران د اصولی دریځونو او د اذربایجان جمهوریت په مځکنی بشپړتیا په ټینګار سره وویل تهران چمتو دې چی د ایران ، ترکیې او روسیې د سیمه ایز نوښت په چوکاټ کې د قره باغ د شخړې د پایداره حل لارې او سولې ته د رسیدا په زمینه کې مرسته وکړی .

د اسلامی ایران  دخارجه وزیر ښاغلی ظریف او د هغه د اذربایجانی همڅنګ  جیحون بایراموف په ټیلی فونی تماس کې د قره باغ په لانجه کې وروستی میدانی بدلونونه وسپړل شول .

ښاغلی ظریف یو ځل بیا د اسلامی ایران د اصولی دریځونو او د اذربایجان جمهوریت په مځکنی بشپړتیا په ټینګار سره وویل تهران چمتو دې چی د ایران ، ترکیې او روسیې د سیمه ایز نوښت په چوکاټ کې د قره باغ د شخړې د پایداره حل لارې او سولې ته د رسیدا په زمینه کې مرسته وکړی .

د ایران او اذربایجان جمهوریت خارجه وزیرانو همداراز د قره باغ د کړکیچ د اواری لپاره د سیمه ایزو نوښتونو په رول او اهمیت ټینګار وکړ .

د اذربایجان جمهوریت او ارمنستان ترمینځ نوی نښتې د ستمبر په ۲۷ پیل شوی دی او د دواړو لورو یو شمیر عسکر مړه او ژوبل شوی دي .

 

ټیګونه