امنيت او ثبات په پېسو اخېستونکے نه دے
(last modified Wed, 21 Oct 2020 00:35:54 GMT )
Oct 21, 2020 05:05 Asia/Kabul
  • امنيت او ثبات په پېسو اخېستونکے نه دے

د ايران خارجه وزير د فارس خليج په سيمه د وسلو ترټولو ستر خرڅونکي په توګه په امريکې باندې په نيوکې سره وويل.، کېدې شي يو څوک په پېسو سره ډېرې پېچلې وسلې واخلي خو حقيقت دا دے چې امنيت او ثبات په پېسو سره اخېستونکے نه دے.

محمد جواد ظريف پرون د فارس خليج د سيمې د حالت د څېړنې لپاره د ملګرو ملتو د امنيت د شورا د ويډيو کانفرنس له لارې غونډه کښې د ايران لخوا د اميد نومې د صلحې وړانديز ته په اشارې سره وويل، دا نوښت د صلحې، ثبات او د ګاونډيانو د سوکالۍ او د ټولو د ګټې د ضمانت لپاره په سيمه کښې د هر هېواد په ذمه وارۍ باندې تکيه کونکے دے.

جواد ظريف د دې په بيانولو سره چې له نورو څخه په پېسو د امنيت اخېستلو، د ګاونډيانو د ناامنه کولو په بيه د امنيت ترلاسه کول او د سيمه ايزې خپل سرۍ حاصلولو په شان غلط وړانديزونه د ناغوره عواقبو سبب شوي دي زياته کړ، د فارس خليج په سيمه کښې له خپلو سواحلو څخه د اوه زره شپږ سوه ميله لرې فاصلې سره د امريکې ناروا شتون  د امريکې د ولسمشر لخوا د داعش د نمبر ون دښمن شهيد جنرل قاسم سلېماني د بزدلانه قتل نه بغېر بله څه لاسته راوړنه نه ده لرلې.

 

ټیګونه