ظریف هم د ایران خلاف د امریکې تازه بندیزونو ته غبرګون څرګند کړ
(last modified Tue, 27 Oct 2020 01:17:26 GMT )
Oct 27, 2020 05:47 Asia/Kabul
  • ظریف هم د ایران خلاف د امریکې تازه بندیزونو ته غبرګون څرګند کړ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یو ټویټ په خپرولو سره د تهران خلاف د واشنګټن نویو بندیزونو ته غبرګون ښودلې دی.

محمد جواد ظریف په خپل ټویټر ولیکل: د امریکې د ملي امنیت صلاحکار رابرټ اوبراین منلې ده چې دغه هیواد د ایران د خلکو د لازیاتې ځورونې لپاره له خپلو بندیزونو څخه له حده زیات کار اخیستې دی.

هغه زیاته کړه: اوس وخت دی چې متحده ایالتونه داده شي چې دغه هیواد په بندیز لګولو روږدې دی.

ظریف ټینګار وکړ: دا عادت مو پریږدئ، د ایران خلاف لازیات اقتصادي جنګ به د امریکې لپاره زیات نه بلکې لا کم نفوذ ولري.

د ویلو ده چې د امریکې د خزانې وزارت تیر ماښان د ایران د تیلو وزارت او ورپورې اړونده ادارې، د تیلو وزیر بیژن نامدار زنګنه او څو نور کسان د خپلو بندیزونو په نوملړ کښې شامل کړل.

 

ټیګونه