په ايران کښې په کورونا اخته نور 415 کسان وفات شول
د ايران د روغتيا د وزارت وېاندې په هېواد کښې په تېرو څلوريښتو ګېنټو کښې له شپږو زرو نه د زياتو کسانو په کورونا د اخته کېدو او د ۴۱۵ تنو د وفات کېدو خبر ورکړ.
مېرمن سيما سادات لاري نن په هېواد کښې په کورونا وائرسو د اخته شويوکسانود وروستيو شمېرنو په باره کښې وويل: د پرېکنده تشخيصي معيارونو له مخې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په هېواد کښې شپږ زره اته سوه څلوريشت نور کسان په کوويډ ۱۹ بيمارۍ اخته شوي چې له هغو څخه يو زر ۲۴۹۰ کسان په روغتونونو کښې داخل کړې شوي دي، او باقي پاتې کسانو ته کلينيکل خدمات ورسولې شول.
مېرمن لاري د دې په بيانولو سره چې په ايران کښې په کورونا د اخته کسانو ټول شمېر 558 زره او 648 تنو ته رسېدلے دے زياته کړه: په تېرو څلوريشتو ګېنتو کښې ۴۱۵ تنه نور د دې بيمارۍ له کبله مړۀ شوي دي چې په مجموعي توګه د مړو شمېر ۳۳ زره ۷۱۴ تنو ته اورسېد.
د ايران د روغتيا د وزارت وياندې يادونه وکړه چې تر اوسه 467 زره او 917 تنه بيماران روغ شوي او له روغتونونو رخصت کړې شوي دي.
په ټوله نړۍ کښې په کورونا وائرسو د اخته کسانو شمېر ۴۴ميلين تنو ته رسېدلے دے چې له دغو څخه لږ تر لږه يو ميلين يو لک اويا زره مړۀ شوي او تقريباً درې دېرش ميلينه ښه شوي او له روغتوننو رخصت کړې شوي دي.امريکه په کورونا وائرسو له نهو ميلينو زياتو اخته کسانو او لږ تر لږه دوه لکه دوه دېرش زره مړو په لرلو سره په نړۍ کښې تر ټولو زيات کورنائي بيماران او مړه شوي کسان لري.