سيد عباس عراقچي:
د ايران وړانديزي طرحې ته د آذربائيجان جمهوريت نظر مثبت ؤ
د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير سياسي مرستيال د آذربائيجان جمهوريت د ولسمشر په شمول د دغه هېواد چارواکو ته د قره باغ د لانجې د هواري لپاره وړانديزي طرحې له وړاندې کولو وروسته د دغې طرحې په اړه د باکو د چارواکو ردعمل مثبت وبلۀ.
سيد عباس عراقچي بېګا باکو ته د خپل سفر په آخر کښې زمونږ له خبريال سره په مرکه کښې د آذربائيجان جمهوريت له چارواکو سره کتنو ته په اشارې سره وويل: په مجموعي توګه د قره باغ د لانجې د هواري لپاره د ايران له وړانديزي طرحې سره د آذربائيجان جمهوريت د ولسمشر الهام علي اف په شمول د دغه هېواد د چاوراکو چلند مثبت ؤ.
د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر خاص استازي په دوام کښې وويل دغه طرحه به په ماسکو،ايروان او انقرې کښې هم بيان شي.
سيد عباس عراقچي وړمه شپه د قره باغ د بحران د ختمولو لپاره د ايران د تجويز ګړې شوې طرحې د وړاندې کولو لپاره آذربائيجان جمهوريت ته سفرکړے ؤ او له دې وروسته ماسکو ته لاړ. عراقچي به له ماسکو وروسته ايروان او بيا انقرې ته سفر وکړي.