د وحدت او یووالی لپاره هرډول هڅه عبادت دی
د تهران ریډیو درست کارکونکی هم د حضرت محمد مصطفی(ص) دنیکمرغه میلاد او د وحدت اونۍ په مناسبت د نړۍ درستو مسلمانانو ته د زړه له کومې مبارکی وائي
زمونږخبریال راپور راکړ یوه ستر دیني مرجع آیت ا... العظمي ناصرمکارم شیرازي داسلامی وحدت نړیوال کنفرانس ته په یوه ویډیوئي پیغام کې چې د وحدت اونۍ په پيل سره نن پيل شوی ، وئيلي دي ، د وحدت او یووالي لپاره هرډول هڅه عبادت دی او د اسلامی وحدت نړیوال کنفرانس د اسلامی نړۍ لپاره یو ډير مهم او اساسی کار دی .
آیت ا.. مکارم شیرازي دغه نړیوال کنفرانس ته پخپل دغه ویډیوئي پيغام کې د اسلامی وحدت دنړیوال کنفرانس ترسره کیدا یو ډير مهم ویاړ او نوښت وبالۀ .
ناصر مکارم شیرازي د وحدت او یووالي مخالفان ، سرزوري ، وهابیان ، لویدیځوال او صهیونیسټي رژيم بللی او ټينګار ئې کړی دی ، د دوي کار د اسلامی وحدت مخنیوی او د درز اوتفرقې رامینځة کول دي .
دوي همداراز د وحدت پیغام یو عقلاني پیغام او اختلاف یو شیطاني پیغام بللی او وئيلي ئې دي ، خلک د شیطاني پیغام په نسبت اخلاقي پیغام لا زیات ښه ګڼي .
آیت ا... ناصر مکارم شیرازي زیاته کړې ، داسلامی تعلیماتو په تیره بیا د قرآني زده کړو په نظر کې په نیولو کې وحدت اویووالي ته رسیدا تر ټولو غوره او ښه لاره ده .
د اسلامی وحدت څلور دیرشم نړیوال کنفرانس نن د اسلامی نړۍ د یو سل اوه شپیتو نړیوالو شخصیتونو په شتون سره د ویډیوئي کنفرانس له لارې پيل شو او د ربیع الاول تر اولسمې نیټې پورې به دوام ولري .
د تهران ریډیو درست کارکونکی هم د حضرت محمد مصطفی(ص) دنیکمرغه میلاد او د وحدت اونۍ په مناسبت د نړۍ درستو مسلمانانو ته د زړه له کومې مبارکی وائي