محمد جواد ظريف:
صلح په تحريکولو سره نه شي ترلاسه کېدې
Oct 30, 2020 12:53 Asia/Kabul
د ايران خارجه وزير په يو ټوئيټ کښې وليکل: د نفرت پېدا کونکو تحريکونو له لارې صلح نه شي ترلاسه کېدې.
د ايرنا د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف په دغه ټوئيټ کښې د دې په بيانولو سره چې د ايران اسلامي جمهوريت د فرانسې په نائس ښار کښې ترهه ګريزه حمله په سختۍ سره غندي وليکل: دغه د نفرت پېدا کوو ، تحريکولو او تاوتريخوالي باطلې چارې ځاے پکاردے منطق او عقلانيت ته ورکړے شي.
جواد ظريف تاکيد وکړ،ټولوته پکار دے پوهه شي چې تندلاريتوب يوازې لا زيات تندلاريتوب رامنځته کوي او د نفرت پېدا کونکو تحريکونو له لارې صلح نه شي ترلاسه کېدې.
پرون د قرانسې په نائس ښار کښې له يوې کليسا سره نزدې په يوې ترهه ګريزې حمله کښې درې تنه ووژل شول او يو شمېر نور ژوبل شول.