د ایران شمال لویدیځي پولې په بشپړ ډول په امنیت دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94024-د_ایران_شمال_لویدیځي_پولې_په_بشپړ_ډول_په_امنیت_دي
د ایران د ختیځ آذربایجانولایت په خداآفرین سیمې کې له ارمنستان او آذربایجان جمهوریت ترمینځ د قره باغ دجنګ دکرښو په خوا کې یو سل پنځه دیرش کلومیټر اوږده سرحدي پټۍ لري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 06, 2020 11:36 Asia/Kabul
  • د ایران شمال لویدیځي پولې په بشپړ ډول په امنیت دي

د ایران د ختیځ آذربایجانولایت په خداآفرین سیمې کې له ارمنستان او آذربایجان جمهوریت ترمینځ د قره باغ دجنګ دکرښو په خوا کې یو سل پنځه دیرش کلومیټر اوږده سرحدي پټۍ لري .

 زمونږخبریال راپور راکړ  د ایران د اسلامی جمهوریت  دپوځ د مځکني ځواک د شمال لویدیځي سیمې د غونډ قوماندان سردار تورن جنرال علی حاجیلو  نن په یولړ څرګندونو کې په دې خبرې په ټينګار سره چې  پوځ  د دښمنانو  د هر ډول تیري او  ګواښ په وړاندې د هیواد د پولو بشپړ دفاع کوي،وئیلي دي  په چورلټ ډول  د پوله ایزو سیمو  د ورځې د ژوند هوساینه او امنیت د  ایران دپوځ یو لومړیتوب دی .

سردار حاجیلو زیاته کړې ،د ارمنستان او آذربایجان جمهوریت  ترمیمنځ  وروستیو  تاؤتریخوالو ته په پام سره  دایران دپوځ مځکني ځواک  د هیواد  په شمال لویدیځ کې  ماموریت لري ، د هرډول احتمالي ګواښ او ناکراریو  مخنیوی وکړي .  هغه همداراز  له  ارمنستان او آذربایجان جمهوریت سره د هیواد په پوله ایزې پټۍ کې ددغه  غونډ دپوځي یونټ د دیره کولو خبر هم ورکړ. 

د ایران د ختیځ آذربایجانولایت په خداآفرین سیمې کې  له ارمنستان او آذربایجان جمهوریت ترمینځ د قره باغ   دجنګ  دکرښو په  خوا کې یو سل پنځه دیرش کلومیټر اوږده سرحدي  پټۍ لري  .