په ایران کې نور ۴۲۴ کسان د کروناویروس قرباني شول
(last modified Fri, 06 Nov 2020 11:28:28 GMT )
Nov 06, 2020 15:58 Asia/Kabul
  • په ایران کې نور ۴۲۴ کسان د کروناویروس قرباني شول

په درستې نړۍ کې تردې دمه په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر څه دپاسه نهه څلویښت میلیون تنو ته رسیدلی چې له دوي لږترلږه یو میلیون او دوه لکه څلویښت زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او کابو پنځه دیرش میلیون نور هم په درملنې پسې ښه اوله روغتونونو هم رخصت شوي دي .

زمونږخبریال راپور راکړ د  اسلامی ایران د روغتیائي چارو وزارت ویندوئې  میرمن سیما سادات لاري نن  په هیواد کې په کروناویروس د ککړو کسانو داحصایو په وړاندې کولو سره وئیلي دي ، په تیرو شواروز کې  په درست هیواد کې  اته زره  اته  سوه څلور شپیته  نور ککړ کسان پیژندل شوي  چې له دوي  درې زره  دوه سوه څلوردیرش په روغتونونو کې بستري شوي دي .

میرمن لاري وئيلي له بده  مرغه په تیرو ۲۴ساعتونوکې په درست هیواد کې په کرونا ککړو  څلور سوه څلورویشت کسانوخپل ژوند له لاسه ورکړی،چې له دوي سره په درست ایران کې تر دې دمه د  کرونائي قربانیانو شمیر  اوه دیرش زره څلور سوه نهو تنو ته رسیدلی دی .

Image Caption

 

 د ایران دروغتیائي چارو د وزارت ویندوئې همداراز وئيلي تردې دمه په ایران کې په کرونا دککړو کسانو شمیر شپږ لکه درې شپیته زره اته سوه تنو ته رسیدلی چې له دوي  کابو  پنځه لکه لس زره کسان ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

  په درستې نړۍ کې تردې دمه په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر څه دپاسه نهه څلویښت میلیون تنو ته رسیدلی چې له دوي  لږترلږه  یو میلیوناو دوه لکه څلویښت زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او کابو پنځه دیرش میلیون نورهم په درملنې پسې ښه اوله روغتونونو هم رخصت شوي دي .

 

ټیګونه