د خواف او هرات رېل پټلۍ ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي
د خواف او هرات د ریل پټلۍ ستره پروژه څه د پاسه ۲۲۰ کلومیټره اوږدوالې لری چی ۷۶ کلومیټره یې د ایران په خاوره کې جوړه شوی او په بشپړه توګه ګته اخیستنې ته چمتو ده .
د صدای افغان خبری اژانس له راپور سره سم د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو اداره وایي، په نږدې راتلونکې کې به د هرات – خواف رېل پټلي رسمآ پرانیستل شي او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ له چارو ادارې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د چارو ادارې د پانګونې د واحد رئیس عطاا... نصیب په مشرۍ د افغانستان د هرات – او د ایران د خواف رېل پټلۍ د درېمې برخې د پرانیستې په اړه د رېل پټلۍ ادارې، عامه ساتنې تصدي، مالیې، صنعت او سوداګرۍ او بهرنیو چارو وزارتونو استازو او هرات والي په ګډون د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د خواف او هرات د ریل پټلۍ ستره پروژه څه د پاسه ۲۲۰ کلومیټره اوږدوالې لری چی ۷۶ کلومیټره یې د ایران په خاوره کې جوړه شوی او په بشپړه توګه ګته اخیستنې ته چمتو ده .
د دغې سترې پروژې په پرانستلو سره د افغانستان لویدیځ د اورګاډی له لارې د ایران د جنوب له سمندری بندرونو سره تړل کیږی .