ایران په مدیترانې کې د ژغورل شوو ایرانیانووضعیّت تعقیبوي
د مصر پولیسو د چارشنبې په ورځې اطلاع ورکړې ، چې دغه کسان د هویّت د معلوملو لپاره په قاهرې کې د ایران د ګټو ساتونکي دفتر ته منتقل کړائ شوي دي .
زمونږ خبریال راپور راکړ د ایران د خارجه وزارت ویندوی سعید خطیب زاده پرون ناوخته وئيلي دي ،په مدیترانې سمندر کې په یوه ډوبیدونکي کشتۍ کې دژغورل شوو ایرانیانو وضعیّت ښه دی او ددغو کسانو د بیرته ایران ته د راستنولو لپاره دمصر له حکومت سره ملګرتیا او غږملتیا روانه ده .
هغه وئيلي دي ، اسلامی ایران ددغې کشتۍ د ۵۷مسافرانو په ژغورنې کې چې ظاهرا ۲۹ کسان پکې ایرانیان دي او دوي ته ئې دهوساینې خدمات هم ورکړل دي،د مصر د حکومت او ددغه هیواد دسمندري ځواک د انسان دوستۍ د اقدام قدرونه او مننه کړې ده .
د مصر پولیسو او ورپسې د دغه هیواد خارجه وزارت د تیرې دوشنبې په ورځې په قاهرې کې دایران د اسلامی جمهوریت د ګټو له ساتونکي دفتر سره په تماس کې اطلاع ورکړې چې د مصر سمندري ځواک په مدیترانې سمندر کې له یوې کشتۍ سره چې یوشمیر ایرانیان پکې سواره ؤ او له تخینکي نیمګړتیاؤ سره مخ شوې او دمرستې غوښتنه ئې کړې وه ، ژغورلي دي .
دمصر پولیسو د چارشنبې په ورځې اطلاع ورکړې ، چې دغه کسان د هویّت د معلوملو لپاره په قاهرې کې د ایران د ګټو ساتونکي دفتر ته منتقل کړائ شوي دي .