د ایران پنځه واکسن د روغتیانړیوالې ادارې په لیسټ کې شامل شول
(last modified Sat, 14 Nov 2020 03:04:16 GMT )
Nov 14, 2020 07:34 Asia/Kabul
  • د ایران پنځه واکسن د روغتیانړیوالې ادارې په لیسټ کې شامل شول

دکوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ یا د هماغه کرونا ویروس د واکسنو دجوړولو لپاره هڅه په ډيرو هیوادونو کې دوام لري او په وروستیو شپو ورځو کې هم د درمل جوړونې ځينو شرکتونو ددغه واکسن د جوړولو د نوی فی صدي بریالیتوب خبر ورکړی دی .

 ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ،د ایران د درملو اوخواړو د ادارې ویندوی کیانوش جهانپور  پرون په ټولنیز پیغام کې لیکلي دي ، د ایران پنځه واکسن  دروغتیا د نړیوالې ادارې (ډبلیو ایچ او ) د کوویډ-۱۹ډوله  ناروغۍ د واکسن  د کاندیدانو په لیسټ کې  شامل شوي دي .

 دکوویډ-۱۹ډوله  ناروغۍ یا د هماغه کرونا ویروس  د واکسنو  دجوړولو لپاره  هڅه  په ډيرو هیوادونو کې دوام لري او  په وروستیو شپو ورځو کې هم  د درمل جوړونې ځينو شرکتونو ددغه واکسن د جوړولو د نوی فی صدي بریالیتوب خبر ورکړی دی .

 په نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو کسانو  شمیر دم ګړۍ کابو درې پنځوس میلیون تنو ته رسیدلی دی چې له دوي  کابو یو میلیون درې لکه کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز په درملنې پسې  څه دپاسه اوه دیرش میلیون اودوه لکه یو اویا زره کسان هم ښه او له روغتونونو رخصت شوي دي.

Image Caption