آل سعود رژيم دې یوازې داسلامی نړۍاو سیمې په ظرفیّتونوتکیه وکړي
د ایران د خارجه وزارت ویندوي دډې خبرې په کولو سره چې تهران د آل سعود واکوالانو درستې تیروتنې ، نقشې او دسیسې ښې پيژني ، زیاته کړې ده ، ایران او عربستان سره ګاونډیان هم دي او له دې پرته بله چاره نه لري ،څو د سیمې د لوړتیا او پراختیا لپاره سره یوه بل ته لاسونه ورکړي .
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده د عربستان د پاچا ملک سلمان د کرغیړنو څرګندونو په غبرګون کې وئيلي دي ، آل سعود رژيم دې یوازې د سیمې او اسلامی نړۍ په ظرفیتونو پورې زړه وتړي او د ایران د دوستۍ لاس ، هماغه راز د درستو اسلامی هیوادونو په لور اوږد دی .
دعربستان پاچا ملک سلمان په همداووروستیو کې د دغه هیواد دپارلیماني شورا د اتم پړاؤ د کار د پيل په دستورو کې یو وار بیا د ایران په ضد تورونه لګولي دي او د تهران له ځينو اقداماتو سره ئې د نړیوالې ټولنې دمقابلې غوښتنه کړې ده .
سعید خطیب زاده نن په ویډیوئي خبري کنفرانس کې د ایران پریس خبری آژانس د خبریال د پوښتنې په ځواب کې ددې خبرې په کولو سره چې د سعودي واکوالانو تکراري او ستړې کونکي څرګندونې کوم غیر طبیعي خبره نه ده یادونه کړې ده ، آل سعود رژيم د وسلو داخستو لپاره په سربدالۍ او د خپلو خلکو د ځپنې او د نړیوالو او سیمه ایزو معادلاتو څخه په نه خبریدا سره،د سیمې مدیریّت نشي کولی .
خطیب زاده په دې خبرې په ټينګار سره د یمن د خلکو په وژلو سره سولې ته نشي رسیدلی ، روښانه کړې ده ، له تکفیری ترهه ګرو ډلو سره اتحاد نشي جوړیدلی او د اسلامی نړۍ په سرچینو سره د فلسطین له آئيډیال سره خیانت نشي کیدلی .