د اسلامي انقلاب ستر لارښود:
بسیج د ایراني ولس تر ټولو لویه شتمني ده
د مستضعفینو د بسیج د رامینځ ته کېدو په کلیزه کې د اسلامي انقلاب ستر لارښود دغه ځواک د ایران د ولس لویه شتمني او د خدای پاک له خوا ورکړل شوې ذخیره وبلله.
نن د چهار شنبې ورځ او د نوومبر د میاشتي ۲۵ ده چي د مستضعفینو د بسیج د رامینځ ته کولو لپاره د اسلامي انقلاب د بنسټ اېښودونکی حضرت امام خمیني د حکم ورکولو د ورځ سره سمون خوري.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت ا... خامنه ای د یوې اعلامیې په صادرولو سره اعلان وکړ: بسیج د رحلت شوی امام ځلانده او ستر یادګار دی چي د ملي ځواکمنتیا، د صداقت، رېښتنولی، بصیرت او مجاهدت ستره بېلګه ده.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود یادونه وکړه چي د هیواد د خپلواکی او ثبات څخه د دفاع ، د هیواد په کچه د مهمو خدمتونو د وړاندې کولو، د پوهنیزو او ټکنالوجیکو د فعالیتونو او د معنوي فضا جوړونې په ډګرونو کې د بسیج نوم تر سترګو کیږي.
حضرت ایت ا... خامنه ای د اعلامیې په دوام کې دې ته په اشارې سره چي د بسیجو د یادو وړتیاو اساسي ستنه ایمان، کلک هوډ او د مسئولیت احساس دی، زیاته کړه: د خپله د خدای پاک له نعمتونو څخه شمېرل کیږي چي باید د خدای د شکر په پر ځای کولو سره د هغوي څخه د ساتنې او د ودې لپاره هڅه وکړو.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود پر دې باندې په ټینګار سره چي بسیج د ایران د ولس ستره شتمني ده وویل: د دې ولس دښمنان تل د بسیجو د له مینځه وړلو په فکر کې دی.
هغه ټینګار وکړ چي بسیجیان او ټول چارواکې باید ځان د دښمنانو د دسیسو د له مینځه وړلو لپاره مسئول وګڼي او پر خدای پاک باندې په توکل او پلان جوړونې سره چاري مخ ته بوځي.