په ایران کې نیول شوی جاسوس له درو ایرانیانوسره مبادله شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94465-په_ایران_کې_نیول_شوی_جاسوس_له_درو_ایرانیانوسره_مبادله_شو
د آسټریلیا او بریتانیا دوه تبعیّت لرونکي کایلی مورګیلبرټ چې د ۲۰۱۸کال د ستمبر په ۲۱نیټه د اسلام پيژندنې او څيړنیزو فعالیتونو په پوښښ کې د اطلاعاتو دغونډولو او دجاسوسۍ په موخې سره ایران ته راغلی ؤ ، د ایران اطلاعاتي مامورانو نیولی دی.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 27, 2020 11:51 Asia/Kabul
  •  په ایران کې نیول شوی  جاسوس  له درو ایرانیانوسره مبادله شو

د آسټریلیا او بریتانیا دوه تبعیّت لرونکي کایلی مورګیلبرټ چې د ۲۰۱۸کال د ستمبر په ۲۱نیټه د اسلام پيژندنې او څيړنیزو فعالیتونو په پوښښ کې د اطلاعاتو دغونډولو او دجاسوسۍ په موخې سره ایران ته راغلی ؤ ، د ایران اطلاعاتي مامورانو نیولی دی.

زمونږ خبریال راپور  راکړ  د ایران مرستیال خارجه وزیر عباس عراقچي  له   درو ایرانیو ښاریزو سره د  صهیونیسټ رژيم لپاره په جاسوسۍ نیول شوي  دوه جاسوسانو د مبادلې خبر ورکړی دی .

 د آسټریلیا او بریتانیا  دوه تبعیّت لرونکي کایلی  مورګیلبرټ  چې د ۲۰۱۸کال د ستمبر په ۲۱نیټه  د اسلام پيژندنې او څيړنیزو فعالیتونو په پوښښ کې  د اطلاعاتو دغونډولو  او دجاسوسۍ په موخې سره ایران ته راغلی وه ، د ایران  اطلاعاتي مامورانو  نیولی ده.

 دغه دوه تابعیّت لرونکی  جاسوسه  ، له صهیونیسټ رژيم سره د اطلاعاتي ملګرتیا له لارې  دملی امنیت په ضد داقدام په جرم او  له قضائي او قانوني مرحلو څخه  له تیریدا وروسته  په لس کلن بند محکوم شوی  او د  خپل محکومیّت له دوو کلونو بنده تیرولو وروسته ، په نهایت کې   دایران د اسلامی جمهوریت حکومت  فیصله کوي ،هغه  له هغو درو ایرانیو اقتصادي فعالانو سره چې  دبندیزونو دخلاف ورزیو په پلمه  نیول شوي وو مبادله کړي.

Image Caption

 

 سید عباس عراقچي  چې په تایلینډ کې د درو نیول شوو ایرانییو بندیانو او د یوې آستریلیائي او انګلستاني تابیَت لرونکي  جاسوسې  د مبادلې په درستورو کې  ئې شتون درلود، یادونه کړې ده،د تیرې چارشنبې په ورځې ،د تایلینډ او آسټریلیا د دوو هیوادونو سره په کوټلو ډيپلوماټيکو چاروپه  نتیجې کې  چې  څه دپاسه دوه کاله  اوږدې شوي ، په تایلینډ کې درې ایراني بندیان،په تهران کې له یوې نیول آسټریلیائي جاسوسې   سره  مبادله شول .عراقچي زیاته کړې ،دغه ډول مبادله ډيره مهمه ده چې  درې هیوادونه پکې  دخیل وو او  یو  درې اړخیز تعامل ترسره شو،  او یوازې د یوې بهرنۍ په بدل کې درې ایرانیان خوشي شول. هغه وئيلي  دي دغه  مبادله د   تهران په هوائي ډګر کې ترسره شوي ده اول درې ایراني بندیان   خوشي اوتهران ته راورسیدل او بیا  نیول شوي  آسټریلیائي جاسوسه  له هیواده په یوې خصوصي آسټریلیائي الوتکې کې بهر لاړه .