د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :-
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو زمونږ سلامونه ومنئ اوس به د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .
نن به لومړۍ د تهران چاپ د کیهان ورځپاڼې مهم سرټکي له تاسو سره شریک کړو .
سي این این ټیلي ويژن په یوه(۱) راپور کښې د صهیونیسټ رژیم له لومړي وزیر نتانیاهو سره د امریکا د ولسمشرانو اړیکو ته په اشارې سره دغه نتیجه اخیستي ده نتانیاهو باید د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډونالډ ټرمپ په ماتي اندیښمن نشي ځکه چې له اسرائیلو سره مینه د جوبایډن په ډي این ای(DNA) کښې ده .
له واک څخه د امریکا د ولسمشر په څنګ ته کیدا سره یوه(۱) نړیوال وکیل دې ته په اشارې سره چې منتخب ولسمشر جوبایډن د سعودي عربستان دوو (۲) شاهزادګانو بن نایف او احمد بن عبدالعزیز ته ترجیح ورکوي وویل لیرې نه ښکاري اوسنی ولیعهد خطر احساس کړي او د دغو دوو (۲) شاهزادګانو د اعدامولو په فکر کښې شي .
کیهان ورځپاڼه لیکي د وینزویلا یوې(۱) محکمې د امریکا شپږ(۶) مدیران چې د وینزویلا د تیلو په شرکت کښې یې کار کاوه د مالي فساد په تور دیارلس (۱۳) کاله بندي کړل .
د فلسطین بندي «ماهر الاخرس» له یوسل درې (۱۰۳) ورځې لوږ تړ او شاتګ ته د صهیونیسټ رژیم له مجبورولو وروسته وویل مقاومت او له صهیونیسټ رژیم خبرې نه کول مو د لبنان د حزب الله له مشر حسن نصر الله څخه زده کړي دي او دغه کار په صهیونیسټ رژيم دبریالیتوب رمز دی .
له امریکا څخه د خنځیرانو د غوښې د واردولو د محدودیتونو د کمولو لپاره د ټایوان د حکومت له فیصلې وروسته په پارلمان کښې دغه فیصلې موافقو او مخالفو استازیو د خنځیرانو په کولمو سره په یوبل ګوزارونه وکړل .
کیهان ورځپاڼې زیاته کړه د امریکا ولسمشر ډونالډ د انتخاباتو د سلامتیا پرضد څرګندونو کښې یوځل بیل وویل امکان نلري چې جوبایډن د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې اتیا(۸۰) میلیونه رایې ګټلي وي او د دنیا خلک د امریکا په انتخاباتو پورې خندي .
د صهیونیسټ رژیم یوه(۱) لوړرتبه چارواکي وویل تر هغه وخته چې سلمان بن عبدالعزیز د عربستان باچا دی له تل اویو سره د سازباز موافقې ته د رسیدا لپاره به پرمختګ لاس ته رانشي .
په داسې حال کښې چې رسمي سرچینو په امریکا کښې په کورونا ویروس د ککړو کسانو شمیر دیارلس (۱۳) میلیونه تنه اعلان کړی دی سي این این ټيلي ويژن د امریکا د ناروغیو د کنټرول د مرکز په قول وویل په هیواد کښې په دغه ویروس د ککړو کسانو حقیقي شمیر له رسمي شمیرونو شپږسوه (۶۰۰) فیصده زیات دی .
د فرانسې پولیسو په پلازمینې پاریس کښې په یوه(۱) تورپوستي باندې حملې سره هغه سخت وواهه د دغه تور پوستي جرم د ماسک نه لرل اعلان شوی .
کیهان ورځپاڼه بیا لیکي د جرمني د پارلمان نامتو غړي «کلاوس ارنسټ» وویل د نورډاسټریم د ګازو د پروژې د جوړیدا د مخه د نیولو لپاره د امریکا هڅې د مافیا له اقداماتو سره ورته والی لري او هغه په اروپايي اتحادیې غږ وکړ د امریکا د اقداماتو په وړاندې مقاومت وکړي .
د افغانستان د ملي پوځ ویاند پرون په قندهار کښې د حکومتي عسکرو لخوا په هوايي بریدونو کښې د پینځلسو (۱۵) طالبانو د وژل کیدا او د یولسو (۱۱) نورو د ژوبلیدا خبر ورکړ .
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر« ژان ایولوډریان» په دې خبرې سره چې مونږ د اسلام مخالف نه یوو ادعا وکړه چې هیواد یې له دوه چنده ترهګرۍ سره مخ دی .
هغه ادعا وکړه له ترهګرۍ سره مبارزه باید د مسلمانانو تر مشرۍ لاندې وشي ځکه چې دوې د ټروریزم لومړي قربانیان دي .
()
قدرمنو دوستانو اوس به د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼې مهم سرټکي وګورو .
د امریکا حکومت د هغه کمیټۍ غړي چې د امنیتي مسائیلو او د خارجي سیاست په زمینه کښې یې دفاع وزیر ته مشورې ورکولې له کارونو لیرې کړي دي .
د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده په دې خبرې سره چې امریکا او ځینې نور هیوادونه د افغانستان د مرکزي حکومت د کمزوري کولو کوشش کوي ټینګار وکړ تهران د قطر دسولې په خبرو اترو خوشحاله نه دی او د سولې اوسنی بهیر د سپینې ماڼۍ یوه(۱) سیاسي پروژه ده .
اطلاعات ورځپاڼه لیکي د اذربایجان جمهوریت خارجه وزارت د قره باغ د غرنۍ سیمې په هکله د فرانسې د مشرانو جرګې په پریکړه لیک باندې اعتراض کښې په باکو کښې د دغه هیواد سفیر احضار کړ .
صهیونیسټ رژیم د یوه(۱) فلسطیني بندي ماهر الاخرص یوسل درې (۱۰۳) ورځې لوږ تړ ته تسلیم شو او هغه یې ازاد کړ .
په ملګروملتونو کښې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا وویل روښانه ده چې ځینې لویدیځ هیوادونه د سوریې د قانوني حکومت د نسکورولو لپاره زیاتې پیسې لګوي .
د عراق خارجه وزیر فواد حسین ټینګار وکړ داعش ترهګره ډله د تیرو څو میاشتو په پرتله اوس ډیره فعاله شوي ده او دا د دې ښودنه کوي چې دغه ډله د عراق په معلومو سیمو کښې شتون لري .
اطلاعات ورځپاڼه زیاتوي د سعودي عربستان د تیلو په شرکت ارامکو باندې د یمن د پوځ له توغندوي برید وروسته خبري سرچینو په پلازمینې صنعا باندې د سعودي عربستان د جنګي الوتکو د ړندو حملو خبر ورکړ .
ویل کیږي چې د سعودي عربستان جنګي الوتکو په پلازمینې صنعا باندې سختې بمبارې وکړې او د ښار په مرکز کښې ډیر لوږي پورته کیږي .
د نایجریا د اسلامي غورځنګ د مشر شیخ ابراهیم زکزاکي پلویانو د زکزاکي او د هغې د میرمنې په غیر قانوني نیوني اعتراض کښې په پلازمینې ابوجا کښې مظاهرې وکړې .
اطلاعات ورځپاڼې بیا ولیکل رویټرز خبري اژانس ادعا وکړه د یوه (۱) سند پراساس چې د متحده عربي اماراتو د یوې (۱) تجارتي سیمې لخوا خپور شوی دی او دغه خبري اژانس ته رسیدلی دی متحده عربي اماراتو تر بل حکم پورې د ایران په شمول د دیارلسو (۱۳) مسلمانو هیوادونو د ښاریزو لپاره د ویزو ورکول بند کړي دي .
د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند کاندید جوبایډن چې سپینې ماڼۍ ته د ورننوتلو په حال کښې دی ډاګینه کړه لومړۍ امریکا شعار دغه هیواد څنګ ته کړی او د واشنګټن ائتلافیان یې له نابودۍ سره مخ کړي دي .
()
کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو خپرو شوېو ګڼو کې تر ډېره په دوحه کې د سولې په مذاکراتو او په افغانستان کې په روانې جګړې لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.
()
وېسا ورځپاڼې په سوله کې پرمختګ ته په اشارې سره لیکلي،که څه هم په دوحه کې دواړو مذاکراتي ټیمونو پرمختګ کړی او د خبرو د کړنلارې په وروستي اختلافي ټکي باندې توافق ته رسېدلي دي، خو وايي چې ولسمشر غني یې له منلو انکار کوي.
سرمقاله کې ادعا شوې چې د ښاغلي اشرف غني او د ده مرستیالانو د سولې ضد دریځونه نیولي او په وینا یې دا دریځونه په ملت کې هېڅ پلوی نه لري.
د لېکوال په باور ولسمشرغني د خپل واک د ساتلو لپاره حاضر دی د خلکو ژوند او مال قربان کړي.
ورځپاڼې ټینګار کړی چې په دوحه کې د کړنلارې جوړولو په کار کې بندون که څه هم اوس مات شوی او ولسمشرغني هم ښایي مجبور کړای شي په دې اړه له مخالفته لاس واخلي.
ورځپاڼې که څه هم له دغو پرمختګونو هرکلی کړی، خو ویلي دي چې لا اصلي مذاکرات پرځای پاتې دي، هغه مذاکرات چې د دغه هېواد راتلونکی به ټاکي.
()
هېواد دولتي په افغانستان کې د روانې جګړې پر وړاندې د اسلامي نړۍ د پرله پسې غبرګونونو په تړاو سرمقاله ځانګړې کړې ده.
ورځپاڼې لیکلي ،که څه هم دا خبره څو کاله مخکې د افغانستان ديني عالمانو کړې وه، خو دښمن بيا هم دې ناروا جګړې ته زور ورکړی دی.
وړاندې د فلسطين د ديني عالمانو مشر او د القدس جومات امام شيخ عکرمه صبري خبرو ته اشاره شوې چې په افغانستان کې روانه جګړه یې غندلې او هغه یې ناروا بللې ده.
د لېکوال په باور ،دا فتواوې په داسې حال کې ورکول کېږي چې طالبان د سولې له لړۍ په پرله پسې توګه په شا کېږي.
()
هشت صبح ورځپاڼې لیکلي چې په دوحه کې د افغانستان د پلاوي له مذاکراتو څه کم درې (3)میاشتو په تیرېدو سره لا هم دواړه غاړې کومې مشخصې نتیجې ته نه دي رسیدلې چې دا د عامو افغانانو ترڅنګ د پلاوي غړي هم ستړي کړي او اوس په نوبتي ډول کابل او دوحې ته تګ راتګ کوي.
ورځپاڼې په وینا طالبان په دې هڅه کې دي چې قطر او پاکستان په غیر مستقیم او امریکا په مستقیمه توګه د سولې په دغو مذاکرو کې ښکېل کړي.
د هشت صبح ورځپاڼې په وینا طالبان غواړي چې له اوربند وړاندې باید لنډمهالی حکومت جوړ شي او د مذاکرو پرمهال د نوي حکومت په جوړیدو خبرې وشې هغه څه چې د ورځپاڼې په وینا افغان حکومت ته د منلو نه دي.
()
د تهران راډیو د پښتو خپرونې د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیدله نور له تاسو اجازه غواړو د خدای په امان .