د ایران او سوریې خارجه وزیرانو په تهران کښې ملاقات وکړ
Dec 07, 2020 14:50 Asia/Kabul
د ایران او سوریې د بهرنیو چارو د وزیرانو د ملاقات وړومبې پړاؤ په تهران کښې ترسره شو
د ایران او سوریې د بهرنیو چارو د وزیرانو د ملاقات وړومبې پړاؤ په تهران کښې ترسره شو
د ایرنا د خبر له مخې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر فیصل المقداد چې پرون په یو رسمي سفر تهران ته راغلې دی، نن یې د ایران له خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره ملاقات وکړ.
المقداد به تهران ته په سفر کښې هم داشان د ایران له ځینو نورو جګ پوړو چارواکو سره هم په مختلفو برخو کښې د دوه اړخیزو اړیکو د پياوړتیا او هم داشان د سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په هکله صلاح مشورې وکړي.