د ایران د اټومي تړون په هکله به بیا خبرې ونشي :-
اټومي تړون څو اړخیزه موافقه ده چې ژمنې یې باید په دوه اړخیز ډول اجرا شي او د بیا خبرو او د یواړخیزه غوښتنو په مطرح کولو سره اټومي تړون نشي احیا کیدلای .
په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي او سفیر کاظم غریب ابادي په تیرې پنجشنبې ورځ په ټویټر اینټرنیټ پاڼې کښې په یوه(۱) یادښت کښې ولیکل په دې هکله د هرډول جاجونې وړاندې کول چې دغه ژمنې په کوم ډول اجرا کیږي اټومي انرژۍ نړیوال اژانس ته له سپارل شوي ماموریت څخه ورهاخوا دي او اټومي اژانس باید له دغه کار څخه ډډه وکړي .
هغه یادونه وکړه د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس د اټومي تړون د خبرو اترو په وخت خپله ونډه او رول ولوبوه او د اټومي اژانس دندې او د غړیو هیوادونو ژمنې په ظریف او دقیق ډول ولیکل شوې او ورباندې موافقه وشوه او هر لوری پوهیږي چې د موافقې د اجرا لپاره باید کوم کار ترسره کړي .
په اټومي انرژۍ نړیوال اژانس کښې د ایران د دایمي استازي کاظم غریب ابادي دغه څرګندونې په داسې حال کښې شوي دي چې رویټرز خبري اژانس د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس له مشر رافائل ګروسي سره په ځانګړي مرکې کښې د هغه په قول ولیکل د امریکا د منتخب ولسمشر جوبایډن د حکومت په وخت کښې د ایران د اټومي موافقې احیاکیدل نوي موافقې ته اړتیا لري او دغه چاره په ګوته کوي چې په کوم ډول د ایران د اټومي ژمنو کمیدل باید مخکني حالت ته ورستانه کړي .
البته په ویانا کښې په نړیوالو موسسو کښې د ایران دائمي استازي کاظم غریب ابادي په جمعې شپې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس له مشر رافائل ګروسي سره د کتنې خبر ورکړ او ویې ویل ګروسي له ما سره په خبرو کښې وویل چې هغه(رافائل ګروسي ) له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کښې هیڅکله د نوي موافقې ضرورت ته هیڅ اشاره نه ده کړي او په دې هکله زما د مرکې متن واضح دی او زما خبرې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په حوزې کښې دي .
کاظم غریب ابادي وویل د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کښې ویلي دي د اټومي تړون د احیا کیدا په بڼه کښې د ایران د اقداماتو د بیرته ستنیدا په لړ کښې د ضروري سریزو د ترسره کولو لپاره د اټومي اژانس په حوزه کښې یوه(۱) پروټوکول ، تفاهم ، توافق یا سند ته ضرورت شته چې د اټومي اژانس د مشر دغه څرګندونې هم کوم فني او حقوقي بنسټ نلري او ایران په دې زمینه کښې وړمه ورځ ضروري غبرګون ښودلی دی .
هغه څه چې د اټومي تړون په هکله د ایران د ژمنو د کمولو سبب شول حقوقي او منطقي دلایل لري .
د سیاسي مسائیلو شناند «سید جلال ساداتیان» وايي دا امریکا او اروپایان دي چې د اټومي تړون اجرا یې د خپلې زوروینې او د ناتوانۍ قرباني کړي ده دا په داسې حال کښې دي چې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د ډیرو راپورونو پراساس ایران په خپلو اټومي ژمنو کامل عمل کړی دی .
له اټومي تړون د امریکا له وتلو یو(۱) کال وروسته د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت لوړې شورا د تیر میلادي کال د مي د میاشتې په اتمه (۸) نیټه د اټومي تړون په شپږویشتمې(۲۶) او شپږدیرشمې (۳۶)مادې باندې استناد سره په اټومي ژمنو کښې د ایران په خپله خوښه د اقداماتو د ګام په ګام د درولو فیصله وکړه .
ایران ټینګار کړی دی د بایکاټونو د ختمیدا په بڼه کښې خپلو اټومي ژمنو ته بیرته ستنیدا ته تیار دی .
سره له دې د رسنیو د دغه فضا جوړونې په شننه کښې دوه(۲) ټکي شته :
لومړی ټکی د مسولیتونو په چوکاټ کښې د اټومي تړون په اجرا باندې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د څارنې ناکافي کیدل القا بیان شوي چې دغه ادعا د ایران او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د ملګرتیا سویې ته په پام سره د حقیقت پرخلاف ده .
دوهم (۲) ټکی په اټومي انرژۍ نړیوال باندې د دباو له لارې د اټومي تړون په چوکاټ کښې په ایران باندې د نویو شرایطو د تپلو لپاره د رسنیو لخوا د فضا جوړول دي چې دغه چاره اوس هم د امریکا او د اروپا یو(۱) انتخاب دی .
دغه خبره باید هیره نکړو چې د امریکا ولسمشر ټرمپ ژمنه کړي وه له اټومي تړون په وتلو او د زیات دباو په نوم د سیاست په تعقیبولو سره به ایران د هغه په ګمان ښې موافقې ته د رسیدا لپاره د خبرو اترو میز ته مجبوره کړي .
همدا اوس د امریکا د ولسمشر ټرمپ د ولسمشرۍ پړاو په ختمیدا دی او هغه د خبرو میز ته د ایران په کینولو کښې ناکامه پاتی دی .
د رویټرز خبري اژانس له فضا جوړونې او د رافائیل ګروسي د مرکې له تحریفولو چې ورتیر شو باید ووایو هماغه ډول چې په ویانا کښې په نړیوالو موسسو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر کاظم غریب ابادي ټینګار کړی دی د اټومي تړون په هکله بیا خبرې نه کیږي او د اټومي موافقې د احیا کیدا په بڼه کښې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د رول په هکله نوي سند ، موافقې یا تفاهم ته هیڅ ضرورت نشته .