غلي نه پاته کیږو او له امریکا څخه غچ اخلو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95143-غلي_نه_پاته_کیږو_او_له_امریکا_څخه_غچ_اخلو
د مقاومت د محور ځینو مشرانو د شهید سلیمانی د کلیزي په مراسمو کې ژمنه وکړه چي د اسلام د دښمنانو په وړاندې به چوپه خوله پاتي نه شي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 01, 2021 14:31 Asia/Kabul
  • غلي نه پاته کیږو او له امریکا څخه غچ اخلو

د مقاومت د محور ځینو مشرانو د شهید سلیمانی د کلیزي په مراسمو کې ژمنه وکړه چي د اسلام د دښمنانو په وړاندې به چوپه خوله پاتي نه شي.

په تهران کې د شهید سلیماني د لومړي کلیزي په مراسمو کې د مقاومت د محور مشرانو د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو او د اسلامی انقلاب د ستر لارښود سره ژمنه وکړه چي د دښمنانو د دسیسو په وړاندې غلي پاته نه شي.

د لبنان د حزب الله د اجرایې شورا مشر هاشم صفی الدین وویل: د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه ای او د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو سره ژمنه کوو چي غلي به پاتي نه شو او له دښمنانو څخه خپل غچ واخلو.

هغه زیاته کړه چي د مقاومت د محور په رګونو کې اوس هم د شهید سلیماني په جوښ کې ده، هغه محور چي د ده په روح سره پیاوړی شو.

صفی الدین وویل: ټرامپ فکر کوئ چي د شهید سلیماني په ټرور سره به د مقاومت محور د پاشلتیا سره مخامخ شي خو د مقاومت محور به تر پخوا لا په زور او جذبه سره د سلیمانی لاري ته دوام ورکړي.