د شهید سلیماني قاتلانو ته سزا ورکول ضروري دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95153-د_شهید_سلیماني_قاتلانو_ته_سزا_ورکول_ضروري_دي
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني د ټرور عاملانو ته سزا ورکولو په ضرورت باندې ټینګار وکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 02, 2021 02:41 Asia/Kabul
  • د شهید سلیماني قاتلانو ته سزا ورکول ضروري دي

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني د ټرور عاملانو ته سزا ورکولو په ضرورت باندې ټینګار وکړ

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني د ټرور عاملانو ته سزا ورکولو په ضرورت باندې ټینګار وکړ

د ایران خارجه وزارت پرون په خپل ټویټر اکاونټ کښې ولیکل: د امریکې متحده ایالتونو د سردار سلیماني خلاف د یو بزدلانه ترهګر اقدام په ترسره کولو سره د عراق د حاکمیت د حق په څرګندې خلاف ورزۍ سره ټول نړیوال اصول او د ملګرو ملتو منشور تر پښو لاندې کړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په دې خبرې سره چې د سردار سلیماني وژله د متحده ایالاتو د قانون ماتونې څرګنده نمونه ده، لیکلي دي: ایران به عدالت ته د دغه اقدام د ذمه وارو کسانو تر سپارلو پورې غلې کښې نه ني.