د اسلامي انقلاب ستر لارښود تسلیت ووایه
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په یوه(۱) پیغام کښې د رباني عالم ، فقیه او حکیم مجاهد ایت الله محمد تقي مصباح یزدي د مړینې په هکله تسلیت ووایه .
هغه حضرت نن په یوه(۱) پیغام کښې د ایت الله محمد تقي مصباح یزدي ګرانۍ کورنۍ ، بچیانو او د دغه ستر معلم شاګردانو او مینه والو ته د هغه د مړینې په هکله د تسلیت د ویلو په ترڅ کښې وویل مصباح یزدي نامتو متفکر ، ښه مدیر ، د حق په ویل کښې زړورتیا لرونکی او په سمه لاره کښې استقامت لرونکی و .
د مشر تابه ستر مقام حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي ډاګینه کړه د اغیز شیندونکو او ښو شاګردانو په تربیت کولو او د لاره پرانیستونکو کتابونو په لیکلو او د دینی تفکر په تولیدولو کښې د ایت اله مصباح یزدي خدمات او په ټولو میدانونو کښې د هغه انقلابي شتون حقا او انصافا بې ساری دی .
د ایران د امام خمیني رحمت الله علیه د زده کړې او د څیړنې د موسسې مشر او د رهبرۍ د خبرګانو د جرګي غړی ایت الله محمد تقي مصباح یزدي د معدې له ناروغۍ وروسته پرون په شپږ اتیا (۸۶) کلنۍ کښې وفات شو .