د ایران پوځ به دوښمن ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوی درسیتز برید جنرال محمد باقري وویل که چیرې دوښمانان کوچنۍ غلطۍ وکړي نو وسله وال ځواکونه به حتما پریکنده ځواب ورکړي .
هغه پرون د ایران داسلامي جمهوریت د پوځ د بې پایلوټه الوتکو د ترټولو سترې مانورې د ترسره کیدا په وخت د پوځ د بې پایلوټه الوتکو د سیسټمونو او د یونټونو د کتنې په وخت د هیواد د دفاعي اقتدار او د بې پایلوټه الوتکو په حوزې کښې د وسله والو ځواکونو او د پوځ پرمختګ او دفاعي وړتیا ته په اشارې سره وویل د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د څلورګوڼه ځواکونو د تحقیقاتي فعالیتونو ارزښمنې ځانګړي او نوي بریاوې نندرې ته وړاندې شوي دي .
د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز برید جنرال محمد باقري په دې خبرې ټینګار سره چې د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ د بې پایلوټه الوتکو په زمینه کښې د ارزښمن بلوغ په لاره کښې ورغلی دی ډاګینه کړه د پوځ د بې پایلوټه الوتکو مانوره او دغه راز هغه ډیرې پوځي مانورې چې په تیرو څو ورځو کښې په فارس خلیج کښې شوي دي د هیواد دفاع او امنیت ته له هرډول ګواښ سره د مقابلې لپاره د وسله والو ځواکونو د بشپړه چمتووالي نښه ده .
هغه د لویدیځې اسیا سیمې د حالت په هکله هم وویل له بده مرغه په تیرو څو ورځو کښې په سیمه کښې د امریکا د ټروریسټ او د جنایتکار پوځ لخوا ځینې خوځښتونه ترسره شوي دي او واشنګټن د بي دوه پنځوس (b-52) جنګي الوتکو الوت او نور اقدامات د خپل قدرت د ښودلو او د ویرې د رامینځته کولو لپاره ترسره کړل .
د ایران د پوځ لوی درستیز برید جنرال محمد باقري ډاګینه کړه له دې سره سره چې د ایران اسلامي جمهوریت په هیڅ ګاونډي هیواد د تیري او د برید اراده نلري خو د هرډول ګواښ په وړاندې په کامل ډول چمتو دی او که چیرې دوښمانان کوچنۍ غلطۍ وکړي د ایران وسله وال ځواکونه به غاښ ماتونکی ځواب ورکړي .