ایران په خپلو دفاعي سیاستونو کښې هیڅ ډول مداخله نه مني
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند دې ټکي ته په اشارې سره چې تهران تل په نړیوالو قوانینو او پر خپلو ژمنو پابند پاتې شوی دی، ټینګار وکړ: ایران په خپلو ایټمي او توغندوي پروګرامونو او دفاعي سیاستونو کښې هیڅ ډول لاسوهنه نه زغمي.

د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده پرون د فارس خلیج د ملګرتیا شورا د سرمشریزې په پایزې بیانیې کښې د لګیدلو تکراري او بې بنیاده تورونو په غندلو سره هغه د سعودي رژیم د چاپیریالي او له چاپیریالي د وتلې پوهې د نشتوالي، کینې او په دغې شورا باندې یې د سیاسي دباؤ له امله وبلل.
خطیب زاده د سعودي رژيم سیمه ایز سیاست او د ایران د اسلامي جمهوریت او نورو هیوادونو خلاف د هغه خرابونکې کړنلارې د ګاونډي هیوادونو د پانګې د سترې برخې د ضایع کیدو او د لویدیځو شرکتونو د وسلو په ګودام د سیمې د بدلیدو لامل وباله.
د ایران د خارجه وزارت ویاند هم داشان له صهیونیسټ رژیم سره د ځینو عربو هیوادونو د اړیکو ښه کولو ته په اشارې سره څرګنده کړه: سعودي رژیم او هغه هیوادونه چې په نورو هیوادونو کښې یې غیرذمه دارانه لاسوهنې په تیره بیا به یمن کښې د بیګناه خلکو د وژلې او په سیمه کښې د ناامنۍ او ترهګرۍ د پراختیا لامل شوې دي، هڅه کوي چې د نورو په ملامتولو سره د بشري حقوقو خلاف خپلو جنایتونو باندې برغولې کښیږدي او له نړیوالو سزاګانو ځان وساتي.