په امریکې کې وروستیو پیښو ته د ظریف غبرګون
(last modified Fri, 08 Jan 2021 01:10:20 GMT )
Jan 08, 2021 05:40 Asia/Kabul
  • په امریکې کې وروستیو پیښو ته د ظریف غبرګون

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په امریکې کې وروستیو پیښو ته په غبرګون کې وویل: یو سرکش او بدماش ولسمشر چې له خپلو خلکو د غچ اخیستو په لټه کې و، په تیرو څلورو کلونو کې له ایراني او نورو خلکو سره ترټولو بد چلند وکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په خپل ټوئټر پانه، په امریکا کې وروستیو پیښتو ته په غبرګون کې ولیکل: د اندیښنې وړ خبره دا ده چې هم هغه کس د اټومي جګري د پيل لپاره غیر قابل کنټرول جواز لري، کوم چې د ټولې نړیوالې ټولنې لپاره یو امنیتي اندیښنه ده.
د امریکې د کانګرس په ګډوډیو کې د ټاکنو شمیره د چهارشنبه په ورځ ودرېده او د "ډونالډ ټرمپ" ناراضي پلویان د کانګرس ودانۍ ته ننوتل.
کانګرس ته د امریکې د ولسمشر پلویانو ننوتل په داسې حال کې چې د ولسمشر جو بایډن د بریا تایید شوې وه، د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د لوړ پوړو چارواکو او دیپلوماتانو غبرګونونه راوپارول.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر هم په امریکا کې د کنګرس پر ودانۍ باندې د بلواګرو برید ته په اشارې سره د لوېدیځوالو ډیموکراسي سسته او کمزورې بللې ده.
ډونلډ ټرمپ وروسته له دې چې د امریکا کانګرس په رسمي توګه د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د جوبایډن بریا تایید کړه، په یو بیان کې بایډن ته په منظم ډول واک لیږد ژمنه وکړه او وې ویل: که څه هم د ټاکنو له پایلو سره په بشپړه ډول مخالف یم او حقایق یې هم تاییدوي، خو د جنوري په شلمه به په منظم ډول واک لیږد ترسره شي.

ټیګونه