ترامپ لاړی خو موږ او د فارس خلیج هیوادونه سره پاتي یو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95562-ترامپ_لاړی_خو_موږ_او_د_فارس_خلیج_هیوادونه_سره_پاتي_یو
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه کې د امنیت د ټینګولو په لړ کې تیار دی چي د فارس خلیج د څنډ له هیوادونو سره خبری اتري وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 22, 2021 10:58 Asia/Kabul
  • ترامپ لاړی خو موږ او د فارس خلیج هیوادونه سره پاتي یو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه کې د امنیت د ټینګولو په لړ کې تیار دی چي د فارس خلیج د څنډ له هیوادونو سره خبری اتري وکړي.

زموږ د خبریال د راپور سره سم، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د دې په بیانولو سره چي ایران د فارس خلیج له هیوادونو سره په سیمه کې د امنیت د ټینګولو په موخه خبرو اترو ته تیار دی زیاته کړه: په سیمه کې د امنیت د ټینګولو په لړ کې د خبرو اترو لپاره د ایران چمتووالی کومه نوې خبره نه ده بلکي دغه مساله د ایران د اسلامي جمهوریت د اوږدمهالي سیاست یوه برخه ده.

نوموړی د دې په بیانولو سره چي باید د فارس خلیج ځینو هیوادونو ته چي د ټرامپ د نفاق اچوونکی څلور کلن سیاست په تمه وه، دا ثابته شوی وي چي څلور کاله وخت یې له لاسه وتلي او اوس دا دی  ټرامپ تللی دی خو موږ تاسو لا په خپلو ځایو کې سره پاتي یو.