جنرال باقري د اسلامي انقلاب معظم رهبر ته مبارکي ورکړه
د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز په یو پیغام کښې د ایران د ټولو قواؤ د مشر قومندان ته د پوځ او د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د کامیابو مانورو د ترسره کیدو مبارکي وویله
د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز په یو پیغام کښې د ایران د ټولو قواؤ د مشر قومندان حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي په مبارک حضور کښې د پوځ او د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د کامیابو مانورو د ترسره کیدو مبارکي وویله
جنرال محمد باقري پرون په خپل خپور شوي پیغام کښې څرګنده کړه: د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د اقتدار۹۹ مانوره او د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د پيامبر اعظم۱۵ پوځي مشقونه په کامیابۍ سره ترسره شول.
د دغه پیغام په دوام کښې راغلي دي: بې شکه هغه څه چې په دغو ورځو کښې زمونږ د ګران پوځ او سپاه د ځمکنیو، سمندري، توغندوي او ډرون مانورو په دوران کښې ترسره شول، په تپلي جنګ کښې د صدام د بعثي پوځ د توغندوي او هوايي حملو په وړاندې په ترخې تجربې باندې د (ولایت د سرتیرو) ژوره پوهه او تجسم و چې له هغه پړاوه د دریو لسیزو په تیریدو سره یې نن خپل سیوری د امریکې د تیري ګر سټراټیجک ډرون په نسکورولو او په عراق کښې د امریکې د ترهګر پوځ د عین الاسد اډې په ویجاړولو سره، د دښمن په کیمپ او د هغوي د فکر او محاسبه ګریو په خونو باندې غوړولی او پراخ کړی دی.
جنرال باقري په دغه پیغام کښې ټینګار کړی چې د هیواد د دفاعي صنعت لوړتیا او د سټراټیجکې دفاع په لړ کښې د وسله والو ځواکونو هراړخیزې توانمنۍ او تیارۍ او د دښمنانو له سپیرو نیتونو او ګواښونو سره د ګټونکې مقابلې لپاره د قدرت زیاتولو د لارو خلاصول، د اسلامي انقلاب د معظم رهبر او د مقتدر، بصیر، انقلابي، مجاهد او دوراندیشه قومندان د حکیمانه لارښوونو پامته داره دي.