ايران د هيلي کاپټرونو په بيارغونه او اورهال کښې خودکفا شو
د ايران د فوځ د زمکني هوائي ځواک قوماندان وويل: د هيلي کاپټرونو له صفر نه تر سلو پورې بيارغونه او اورهال د زمکني هوائي ځواک د ماهرينو په کوشش سره ترسره کيږي او په دې لړ کښې پوره خودکفائۍ ته اورسېدوو.
د ايرنا د رپوټ له مخې دويم پائيلټ بريد جنرل يوسف قرباني د اوو ښکاري، پېژندنې او ټرانسپورټي هيلي کاپټرونو د بنيادي مرمت په وروستيو مراسمو کښې چې د کرمانشاه د زمکني هوائي ځواک په وړومبۍ اډه کښې ترسره شول وويل، تېر کال د څلوېښتو هيلي کاپټرونو د بنيادي مرمت په ترسره کولو کښې کامياب شوو چې دا د هېواد د ځاي ځواکونو د پوهې او مهارت ښودنه کوي.
هغه وويل د هيلي کاپټرونو له صفر نه تر سلو بيارغونه او اورهال د زمکني هوائي ځواک د ماهرينو په کوشش سره ترسره کيږي او په دې لړ کښې پوره خودکفائۍ ته رسېدلي يوو.
هغه همدارنګ د شپې د ليدو سېسټم د جوړولو په اړه وويل، دغه سېسټم له دې مخکښې له يو څو هېوادونو سره متعلق ؤ خو نن د بنيادي سائنسي شرکتونو او زمکني هوائي ځواک د کارکونکو په توانمنو لاسو سره د ځاي جوړونې مرحلې ته رسېدلے دے او اوس شپه او ورځ عملياتي الوتونه ترسره کولې شوو.
د ايرن د فوځ د زمکني هوائي ځواک قوماندان د نښې ويشتونکو سېسټمونو جوړونکے صنعت هم ډېر غوره وبلۀ او وې ويل، د ايران د اسلامي جمهوريت د فوځ زمکنے هوائي ځواک د دښمنانو لخوا د هر ډول ګواښ ته پرېکنده ځواب ورکولو لپاره پوره چمتووالے لري.