رئیسي: د ایران او عراق د ملتونو ترمینځه اړیکې نه بیلېدونکې دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i96394-رئیسي_د_ایران_او_عراق_د_ملتونو_ترمینځه_اړیکې_نه_بیلېدونکې_دي
د ایران د اسلامی جمهوریت د قضایی قوې مشر د ایران او عراق د ملتونو ترمینځه اړیکې نه بیلېدونکې وګڼلې.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 12, 2021 04:44 Asia/Kabul
  • رئیسي: د ایران او عراق د ملتونو ترمینځه اړیکې نه بیلېدونکې دي

د ایران د اسلامی جمهوریت د قضایی قوې مشر د ایران او عراق د ملتونو ترمینځه اړیکې نه بیلېدونکې وګڼلې.

د ایران د اسلامی جمهوریت د قضایی قوې مشر حجت الاسلام والمسلمین سید ابراهیم رئیسي د زیارت په ورځ د دغه هیواد په ملازمینې بغداد کې له یو شمیر زیات عراقي خلکو سره د کتنې په مراسمو کې، وویل: د ایران خلک، د عراق خلک د امام حسین علیه السلام په اربعین کې په مېلمستیا پیژني.
حجت الاسلام و المسلمین رئیسي په دې بیان سره چې د دواړو ملتونو ترمینځه اړیکې د تاریخ په ژورو کې ریښه لري، زیاته کړه: په عراق کې مرجعیت تل له ترهګرۍ، استکبار او استعمار سره په مبارزه کې مخکښ لرلی.
حجت الاسلام و المسلمین رئیسي د دوشنبې په شپه بغداد ته د عراق د عالي قضایي شورا د مشر فائق زیدان په رسمي بلنه، په درې ورځنې سفر بغداد ته ورسید.