په ایران کې ۸۰ کسان د کرونا ویروس قرباني شول
(last modified Fri, 19 Feb 2021 00:03:38 GMT )
Feb 19, 2021 04:33 Asia/Kabul
  • په ایران کې ۸۰ کسان د کرونا ویروس قرباني شول

د ايران د روغتيا د وزارت وېاندې په هېواد کښې تراوسه يو ميلين پنځه سوه پنځوس زره او یو سل دوه څلوېښت کسان په په کورونا اخته شوې دي.

د ايران د روغتيا د وزارت وېاندې مېرمن سيما سادات لاري د پنجشنبې په ورځ په هېواد کښې په کورونا وائرسو د اخته شويو کسانو د وروستيو شمېرنو په باره کښې وويل: د پرېکنده تشخيصي معيارونو له مخې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په هېواد کښې اته زره  شپږ شپېته نور کسان په کوويډ ۱۹ بيمارۍ اخته شوي چې له هغو څخه پنځه سوه اته اویا کسان په روغتونونو کې بستري شوي دي 
مېرمن لاري زياته کړه: په تېرو څلوريشتو ګېنتو کښې اتیا تنه نور د دې بيمارۍ له کبله مړۀ شوي دي چې په مجموعي توګه په ایران کې د مړو شمېر  نهه پنځوس زره دوه سوه څلور شپېتو تنو ته اورسېد.
د ايران د روغتيا د وزارت وېاندې وویل: له ښه مرغه تراوسه په ایران کې له دې ناروغۍ یو میلیون او درې سوه څلوروېشت زره او دوه سوه یو دیرش کسان روغ شوې او له روغتون ترخیص شوې دي.

ټیګونه