اروپایان دې نړیوالې ایټمي موافقې ته بې پامي ختمه کړي
ایران تیار دی ، د امریکا دغیر قانوني بندیزونو له ختمیدا او ددباؤ او ګواښ له سیاسته ددغه هیواد له لاس په سر کیدا وروسته ، سمدستي خپل جبرانوکي اقدامات د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د مادو په اساس ترسره کړي او پخپلو ژمنتیاؤ عمل وکړي .
ایسنا خبری آژانس راپور ورکړ د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني نن په تهران کې د آیرلینډ له خارجه وزیر سایمّن کاووني سره په کتنې کې وئيلي دي ، دملګروملتو امنیت شورا باید ددغې موسیسې دپریکړه لیک دخلاف ورزۍ په دلیل د امریکا د پخواني کرغیړن حکومت په وړاندې مناسبت چلند کړی وائ .
ډاکټر حسن روحاني دا یران دملت په ضد دامریکا دزیاتره دباؤ او غیر قانوني بندیزونو ماتې او په دې موضوع د دغه هیواد نوي واکوالانو اعتراف ته په اشارې سره وئيلي دي، د څو اړخیزې نړیوالې موافقې په توګه دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې فعالول ، د درستو غړو دبشپړ ژمنتیاؤ پوره کیدا او د امریکا دبندیزونو له لغوه کیدا سره مشروط دي .
داسلامی ایران ولسمشر زیاته کړې ده ، ایران جامعې نړیوالې ایتمي موافقې او ساتلو ته ئې ژمن دی او یوازینی لوری دی چې ددې لپاره ئې لګښت ورکړی دی ، خو دا حالت په همدې شکل سره دوام نه شي موندلی .
ډاکټرروحاني دایران داسلامی شورا دمصوّبې په اساس د الحاقي پروټوکول د خپلې خوښې داجرا په درولو کې د ایران اقدام ته په اشارې سره ټينګار کړی ،دالحاقي پروټوکول داجرا له درولو سره سره ، ایران هماغه راز دایټمي انرژۍ له نړیوال آژانس سره ملګرتیا ته هوډمن دی .
هغه روښانه کړې ده ، ایران تیار دی ، د امریکا دغیر قانوني بندیزونو له ختمیدا او ددباؤ او ګواښ له سیاسته ددغه هیواد له لاس په سر کیدا وروسته ، سمدستي خپل جبرانوکي اقدامات د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د مادو په اساس ترسره کړي او پخپلو ژمنتیاؤ عمل وکړي .
دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر همداراز په درستو زمینو په تیره بیا په اقتصادي او تجارتي اړیکو کې د تهران او ډوبلین دایړکو پراختیا او ژورتیا غوښتونکی شو . د آئيرلینډ خارجه وزیر هم په دغې کتنې کې وئيلي ، له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د امریکا د پخواني کرغیړن ولسمشر ټرمپ وتل یوه تاریخي تیروتنه وه چې امریکا ئې په نړۍ کې منزوي کړې ده .