د روسیې اسپوتنیک واکسین په ایران کښې تولیدیږي
فارس خبري اژانس وايي په روسیې کښې د ایران سفیر کاظم جلالي له راتلونکي اپریل میاشت څخه په ایران کښې د کورونا پرضد د روسیې د اسپوتینک وي په نوم د واکسین په ګډه توګه د جوړولو د کار د پیلیدا خبر ورکړ .
هغه وویل هیله کیږي چې د روسیې د اسپوتنیک واکسین تولیدیدل په راتلونکي میلادي میاشتې کښې پیل شي.
په روسیې کښې د ایران سفیر کاظم جلالي په دې خبرې سره چې حاضردمه د ایران دوه (۲) شرکتونه په دې زمینه کښې په فعالیت بوخت دي زیاته کړه په راتلونکو اونیو کښې د واکسین سیلولونه له روسیې څخه ایران ته استول کیږي او په اپریل میاشت کښې به په ایران کښې د کورونا پرضد د اسپوتینک واکسین په ګډه توګه د تولیدا د کار د پیلیدا کتونکي وو.
هغه وویل د کورونا پرضد د اسپوتنیک واکسین د لومړي تولید اندازه به په میاشت کښې نهه (۹) میلیونه ډوزه وي .
د روسیې جوړ اسپوتنیک واکسین تراوسه د دنیا د اووپنځوسو (۵۷) هیوادونو لخوا تائید شوی دی او په دنیا کښې د کورونا پرضد دوهم (۲) اغیزشیندونکی واکسین دی .
د روسیې اسپوتنیک واکسین یونوي(۹۱) اعشاریه شپږ(۶) فیصده کارندوالی لري او د تحقیقاتو د نتیجو پراساس د کورونا ویروس پرضد ډیر اغیز شیندونکی دی .