د تاجېکستان د دفاع وزير ايران ته راغے
Apr 06, 2021 06:58 Asia/Kabul
د تاجېکستان د دفاع وزير شيرعلي مېرزا د ايران د اسلامي جمهوريت ددفاع د وزير په سرکاري بلنه نن تهران ته راغے.
د اېرنا د رپوټ له مخې هغه به د خپل سفر په دوران کښې له جنرل امير حاتمي نه علاوه د ايران له لوړرتبه سياسي او فوځي چارواکو سره ملاقات او خبرې اترې وکړي.
په خبرواترو کښې ټاکل شوې ده له فوځي او فني ملګرتياو سره اوړنده پراخه موضوعات وڅېړل شي.
ټیګونه