ظریف : د ایران لومړیتوب خپل ګاونډیان دي
ظریف په خپله ټویټر پاڼه کې ولیکل په قزاقستان کې د دغه هیواد له ولسمشر او خارجه وزیر سره د پام وړ او ګټه ورې غونډې او کتنې درلودلی دي .
د اسلامی ایران خارجه وزیر ښاغلی محمد جواد ظریف مرکزی اسیا ته په خپلو سیمه ایزو سفرونو کې د قزاقستان له چارواکو سره د خپلو کتنو او غونډو په ګټه ورو بللو سره د ایران لومړیتوب د دغه هیواد ګاونډیان وبلل .
د فارس خبری اژانس له راپور سره سم ظریف په خپله ټویټر پاڼه کې ولیکل په قزاقستان کې د دغه هیواد له ولسمشر او خارجه وزیر سره د پام وړ او ګټه ورې غونډې او کتنې درلودلی دي .
ظریف زیاته کړه دواړه هیوادونه د سیمه ایز ثبات او له ایټمی وسلو د خالی نړۍ په زمینه کی زیات هدفونه او ګډ نظرونه لري .
د مرکزی اسیا څلورو هیوادونو ازبکستان ، قرقیزستان ، قزاقستان او ترکمنستان ته د محمد جواد ظریف سفر د دې اونۍ له ګل ورځې پیل شو.