د ايران او ايټمي انرجۍ د نړيوال آژانس ترمېنځ ملګرتياوې جاري دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i98658-د_ايران_او_ايټمي_انرجۍ_د_نړيوال_آژانس_ترمېنځ_ملګرتياوې_جاري_دي
د ايران د خارجه وزير سياسي مرستيال سيد عباس عراقچي پرون په ويانا کښې د ايټمي انرجۍ د نړيوال آژانس له مشر رافائل ګروسي سره په کتنه کښې وويل: دغه کتنه له آژانس سره د لا زياتې غږملتيا لپاره اوشوه چې د ضرورت په وخت خپل کردار ادا کړي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 09, 2021 05:23 Asia/Kabul
  • د ايران او ايټمي انرجۍ د نړيوال آژانس ترمېنځ ملګرتياوې جاري دي

د ايران د خارجه وزير سياسي مرستيال سيد عباس عراقچي پرون په ويانا کښې د ايټمي انرجۍ د نړيوال آژانس له مشر رافائل ګروسي سره په کتنه کښې وويل: دغه کتنه له آژانس سره د لا زياتې غږملتيا لپاره اوشوه چې د ضرورت په وخت خپل کردار ادا کړي.

عراقچي زياته کړه؛ ضروري ده چې آژانس د برجام ايټمي موافقې د ګډ کمېشن په خبرو اترو کښې واضحه کړې شوې دندې ترسره کړي او پکار دے د آژانس مشر له دغو خبرو اترو خبر کړې شوے وې.

د ايران د خارجه وزير د سياسي مرستيال د وېنا له مخې د راستي آزمائنې، د آژانس د ټېکنالوجېکو مرستو او داسې نورو موضوعاتو په شان برخو کښې د ايران او آژانس ملګرتياوې به جاري وي.

د يادونې ده چې د ايران د اسلامي شورا جرګې په برجام کښې د خپلو ژمنو له پوره کولو څخه په ډډه کولو کښې د اروپائي ټروئيکا يعنې برطانيې، فرانسې او جرمني د بدقوليو په ردعمل کښې د بنديزونو لغو کېدو د قانون په تصويبولو سره حکومت ژمن کړ چې د امريکې د بنديزونو د دوام په صورت کښې دې د ايټمي انرجۍ له نړيوال آژانس سره ملګرتياوې محدودې کړي.