ولسمشر روحاني:
د څواړخيز پالنې پياوړتيا د ايران د بهرني سياست ترجيح ده
د ايران ولسمشر د څواړخيز پالنې پياوړتيا د ايران د بهرني سياست يوه مهمه ترجيح وبلله او تاکيد يې وکړ د ډي – ۸ ډلې غړي هېوادونه به له کورونا نه وروسته دوران کښې له مهمو آپشنونو سره مخامخ شي.
د اېرنا د رپوټ له مخې ولسمشر حسن روحاني پرون د ډي اتۀ په سرمشريزه غونډه کښې چې په آنلائن توګه جوړه شوه په نړۍ کښې د کورونا خپرېدو ته په اشارې سره وويل: د ډي – ۸ ډلې غړي هېوادونه به له کورونا نه وروسته دوران کښې د ملګرتياو لپاره له مهمو آپشنونو سره مخامخ شي.
د هغه د وېنا له مخې د ايران د ملت د ګونډوکولو لپاره د امريکې د يواړخيز پالونکي غېرقانوني اقدامات پوره ناکامه شوي او د درنو اقتصادي دباونو د زغملو باوجودپه خپل کورني توان او ارادې باندې په تکيې سره مو وکړې شول زياتې کاميابۍ او سترې لاسته راوړنې پېدا کړوو.
ډاکټر روحاني زياته کړه، پکار دے د ګمرکي، بېنکي او غېربېنکي طريقو او اسانتياو له لارې د غړيو ترمېنځ د تجارت د اسانتيا او پراختيا لپاره لارې چارې رامنځته شي.
د ايران ولسمشر همدارنګ وويل، اسلامي نړۍ له اسلامه د ويرونې د منظمو اقداماتو هدف ګرځېدلې ده چې د اسلام د مبين دين د لوړو ارزښتونو او کرامتونو په نښه کېدو نه علاوه يې د اسلامي هېوادونو لپاره يو لړ پراخه اقتصادي او پراختيائي منفي اثرات لرلي دي.
د ترقۍ په حال کښې د اتو هېوادونو د اقتصادي ملګرتياو ډلې يا ډي اته لسمه سرمشريزه غونډه پرون د ايران د ولسمشر او غړيو هېوادونو د سرمشرانو په شتون سره په آنلائن توګه اوشوه.
دغه آنلائن غونډه د دغه تنظيم د دوره اي مشر بنګلادېش په کورباتوب سره جوړه شوه.