د بنديزونو باوجود د ايران ايټمي منصوبې او پروژې تعقيبيږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i98714-د_بنديزونو_باوجود_د_ايران_ايټمي_منصوبې_او_پروژې_تعقيبيږي
د ځوانو خبريالانو د کلب د رپوټ له مخې د ايران د ايټمي انرجۍ ادارې مشر ډاکټر علي اکبر صالحي نن وويل: د ايران د بدغوښتونکو د غېرقانوني او ظالمانه بنديزونو په وجه د ټولو رامنځته شويو محدوديتونو او دباونو باوجود د ايټمي سائنس او ټېکنالوجۍ په ګڼ شمېر برخو کښې مختلفې منصوبې او پروژې په پوره قوت او ټينګتيا سره تعقيب شوې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 10, 2021 08:58 Asia/Kabul
  • د بنديزونو باوجود د ايران ايټمي منصوبې او پروژې تعقيبيږي

د ځوانو خبريالانو د کلب د رپوټ له مخې د ايران د ايټمي انرجۍ ادارې مشر ډاکټر علي اکبر صالحي نن وويل: د ايران د بدغوښتونکو د غېرقانوني او ظالمانه بنديزونو په وجه د ټولو رامنځته شويو محدوديتونو او دباونو باوجود د ايټمي سائنس او ټېکنالوجۍ په ګڼ شمېر برخو کښې مختلفې منصوبې او پروژې په پوره قوت او ټينګتيا سره تعقيب شوې دي.

ډاکټر صالحي د ايټمي ټېکنالوجۍ د  پينځلسمې ملي کليزې په مناسبت د ايټمي انرجۍ د شهيدانو د ياد په نمانځنې سره زياته کړه: د صنعت، سلامت او کرهڼې په مختلقو برخو کښې د يو سل درې دېرشو لاسته راوړنو معرفي په دغې مدعا باندې روښانه ګواهي چې دا بهير به اونه دريږي.

د ايران د ايټمي انرجۍ د ادارې مشر همدارنګ وويل: صلح ايزې ايټمي ټېکنالوجۍ ته د لاسرسائۍ يوه نتيجه په اسلامي ايران کښې د نورو سټراټيجکو صنائعو او علومو د ودې لپاره د ايټمي سائنس د زمينو رامنځته کېدل دي.

هغه دا خبره په ګوته کړه چې په نړيوالو قوانينو او ژمنو باندې د پابندۍ او د دريو ټکو عزت، حکمت او مصلحت په بنياد له نړۍ سره د ملګرتيا په بنياد  خپلې توانمنۍ او لاسته راوړنې زياتوو.