د شپیتو فیصدو یورانیمو پخول شرارتونو ته ځواب و
ایرنا خبري اژانس وايي د اسلامي ایران ولسمشر ټینګار وکړ د شپیتو (۶۰) فیصدو په اندازه د یورانیمو پخول شرارتونو ته ځواب و .
هغه نن د کابینې په غونډه کښې په دې خبرې سره چې د ايي ار شپږ() په نوم د سانټري فیوژونو په کار اچول او د شپیتو (۶۰) فیصدو په اندازه د یورانیمو پخول شرارتونو ته ځواب و وویل که چیرې صهیونیسټ رژيم د ایران د ملت پرضد دسیسه وکړه نو ځواب به ورکړو او لومړنی ګام همدا و .
د ایران ولسمشر حسن روحانی ټینګار وکړ دا د صهیونیسټ رژیم خباثتونو ته ځواب دی چې نشي کولای د ایران د ملت پرضد دسیسه او په نظنز کښې جنایت وکړي .
حسن روحاني وویل کله چې صهیونیسټ رژیم جنایت وکړو نو لاسونه به یې پرې کړو .
هغه وویل اقتصادي جنګ غوڅوو او ظلم پاې ته رسوو .
د ایران ولسمشر حسن روحاني ټینګار وکړ د هغو کسانو چې ایران د خلکو ژوند یې یرغمل کړی او د ایران د خلکو لپاره د کورونا واکسین او خواړه په برابرولو کښې مشکلات رامینځته کوي لاسونه دې باید غوڅ شي .
هغه دغه راز د ایران انتخابات د هیواد لپاره ډير مهم وبلل .