د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :-
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو زمونږ سلامونه ومنئ اوس به د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .
نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ولولو .
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان د ځای ناستي او د ویاړمن سردار سید محمد حجازي د مړینې په مناسبت تسلیت ووایه او ویې ویل حجازي د اسلام او د انقلاب په خدمت کښې و .
د امریکا د پولیسو لخوا د خلکو وژله دوام لري او په تیرو شلو (۲۰) ورځو کښې چې د ښاغلي جارج فلویډ د محکمې غونډه پیل شوي ده د امریکا پولیسو د خلکو له پراخو اعتراضونو او غصې سره سره کابو څلورشپیته (۶۴) کسان په ډزو وژلي دي .
د صهیونیسټ رژیم په سلګونو معیوبو عسکرو د خپل ژوند په بد حالت او دوې ته د مرستو په رسولو کښې د لومړي وزیر نتانیاهو د حکومت په سستۍ باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې .
د چین حکومت امریکا او جاپان په چین کښې د یوه(۱) بانډ په جوړولو او په هیواد کښې کورني جنګ ته د لمن وهلو په هکله په ملګرتیا تورن کړل او ویې ویل پیکینګ به د دغه ګډې دسیسې پرضد ضروري او پریکنده اقدامات وکړي .
د بحرین یوه (۱)مبارز عالم «شیخ میرزا المحروس» چې د ال خلیفه رژیم په زندان کښې بندي دی د دغه رژیم د زندان ساتونکو په لاس په اذیت کیدا او ځوریدا باندې اعتراض کښې لوږتړ وکړ .
رسنیو په اردن کښې د ناکامه کودتا په هکله د نویو جزیاتو په خپرولو سره وویل د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په مشروط ډول په دغه کودتا کښې له صهیونیسټ رژیم سره ملګرتیا کړي ده او متحده عربي اماراتو او امریکا هم په دغه کودتا کښې رول لرلی دی .
په اردن کښې رسمي سرچینو وویل د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ زوم «جاریډ کوشنر »هم د اردن په کودتا کښې لاس لرلی دی .
د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي له خپل هیواد څخه د امریکا د پوځیانو د ایستلو په هکله د یوه(۱) مکانیزم د رامینځته کولو لپاره د یوې (۱) پوځي او د فني کمیټۍ د جوړیدا خبر ورکړ .
د پاکستان د بیلابیلو ښارونو خلکو اسلامي سپیڅلتیاو ته د فرانسې د چارواکو په سپکاوي باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې او له پولیسو سره ونښتل چې له کبله یې تراوسه شپږ (۶) کسان وژل شوي او څه د پاسه شپږسوه(۶۰۰) نور ژوبل شوي دي .
روسیې له چیک جمهوریت څخه د ماسکو د اتلسو (۱۸) ډيپلوماټانو ایستلو ته په ځواب کښې له خپل هیواد څخه د چیک جمهوریت شل (۲۰) ډيپلوماټان وویستل .
په سینا دښتې کښې د داعش څانګې په ټیلیګرام اینټرنیټ پاڼې کښې د یوې (۱) ویډیو په خپرولو سره د یوه(۱) قبطي پادري او د دوو (۲) ځايي قبایلي غړیو په شمول د مصر په دریو (۳) ښاریزو باندې د ډزو خبر ورکړ .
د امریکا د ولسي جرګې کانګړس ترقي غواړي استازي «رو خانا » ایشوا کړه چې واشنګټن هرکال د افغانستان په جنګ کښې پنځوس (۵۰) میلیارډه ډالره مصرفوي .
د امریکا پولیس چې د دغه هیواد د رنګین پوستو په وژلو کښې اوږده مخینه لري په هغه ډیرې بودجې سره چې لاس ته یې راوړي د امریکا او د چین له پوځ وروسته د نړۍ د دریم(۳) ستر پوځي ځواک لقب ترلاسه کړی .
()
اوس به د تهران چاپ د «اطلاعات» ګڼ چاپه ورځپاڼې ځینې مهم سرټکي له تاسو سره شریک کړو .
رویټرز خبري اژانس په یوه(۱) راپور کښې د لویدیځ د یوه(۱) ډیپلوماټ په قول ادعا وکړه امریکا او انګلستان په عراق کښې د ایران او د سعودي عربستان د چارواکو ترمینځ له خبرو اترو خبر وو.
رسنیو په اردن کښې د ناکامه کودتا په هکله د جزیاتو په بیانولو سره وویل د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په مشروط ډول په دغه کودتا کښې له اسرائیلو سره ملګرتیا کړي ده او متحده عربي اماراتو او امریکا هم په دغه کودتا کښې لاس درلود .
د اسرائیلو عسکر چې اوښلن ګازونه او بې حس کونکي لاسي بمونه ورسره وو د نیواکي قدس په ختیځ کښې د الاقصی جومات له انګڼ څخه د لمونځ ګزارو د وتلو په وخت له هغوې سره ښکیل شول .
ځینې راپورونه وايي چې د صهیونیسټ رژیم عسکرو لمونځ کونکي تعقیب کړل او په ځینو یې حملې وکړې چې له کبله یې نهه (۹) فلسطینیان ژوبل او څو نور ونیول شول .
د عراق د الحشد الشعبي ولسي ځواک مشر «فالح الفیاض» د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک پخوانی قومندان ډګر جنرال شهید حاج قاسم سلیماني د نړیوال سیاست په ډګر کښې سټراټيژیک لوبغاړی او یوه(۱) استثنايي څيره وبلله او کوم چې د سیمې خلکو ته زیات خدمتونه کړي دي .
د یمن انصار الله غورځنګ ته اړونده د یمن د ملي ژغورنې د حکومت دفاع وزارت په دې خبرې سره چې پوځ او ولسي کمیټيانې د مارب ښار له لویدیځ او جنوب څخه دغه سټراټيژیک ښار ته چې کلابند دی د ننوتلو لپاره چمتو کیږي او زیاته یې کړه مونږ همدا اوس له بل هر وخت څخه زیات د مارب ښار ازادولو ته نږدې شوي یوو.
په اقلیمي چارو کښې د امریکا ځانګړي استازي جان کیري د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څلور(۴) کلن حکومت په وخت کښې د اب و هوا کړکیچ ته د واشنګټن د شا کولو په دلیل بښنه وغوښتله .
د اسرائیلو د حیفا پوهنتون د نویو مطالعاتو پراساس په یوه(۱) تحلیلي راپور کښې وویل د ترکیې سمندري ځواک د اسرائیلو رژیم لپاره بالقوه ګواښ دی .
د افغانستان ولسمشر اشرف غني د ایران او د امریکا په شان د هیوادونو په تعامل کښې چې نیغ په نیغه اړیکې نلري د ملګروملتونو رول په افغانستان کښې د سولې لپاره مهم وباله .
خبري سرچینو د ترکیې او د یونان ترمینځ د تاوتریخوالي په درشل کښې د صهیونیسټ رژیم او د یونان ترمینځ د یو(۱) اعشاریه پینځه شپیته (۶۵) میلیارډه ډالرو په ارزښت د پوځي موافقې د لاسلیک کیدا خبر ورکړ .
()
ډیرو قدرمنو اوریدونکو اوس به د کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم سرټکي له تاسو سره شریک کړو .
د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو، د سولې مذاکراتو په ټپه ولاړ حالت او د افغانستان د ولسمشر د وړمې ورځې د څرګندونو په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.
()
هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان سره سم په هېواد کې د جنګ جګړو زیاتوالي خلک اندېښمن کړي دي.
په سرمقاله کې یادونه شوې یو څه چې په جګړه کې روښانه دي هغه دا چې په لومړي ګام کې د جګړې ښکېلې خواوې او په دویم(2) ګام کې عام خلک بایلونکي دي، ځکه خو د افغانستان د ځواکونو، طالبانو او د ملکیانو تلفات ورسره زیاتېږي.
په سرمقاله کې دا هم یادونه شوې، هېڅوک هم جګړه کې ګټونکي نه دي، بلکې د عامو خلکو په ګډون ښکېلې ټولې خواوې په سوله کې ګټونکي دي.
د لیکوال په باور، له بده مرغه په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د جرمني په بُن ناسته کې د طالبانو ګډون ته هېڅ پاملرنه ونه شوه، د لیکوال د معلوماتو له مخې نړیواله ټولنه او امریکا د بُن په ناسته کې د طالبانو د ګډون خنډ شول.
هشت صبح ټینګار کوي، اوس چې د استانبول ناسته په مخ کې ده، باید د انساني غمېزې د مخنیوي لپاره له فرصته په استفادې ټولې خواوې په ناسته کې ګډون وکړي او یوه (1) سیاسي هواري ته سره ورسېږي.
د سرمقالې په پای کې راغلي، سیاسي عقلانیت دا حکم کوي چې د سولې خبرې باید په سیمه ییزه او نړیواله کچه جدي ونیول شي، که نه په افغانستان کې به جنګي حالت له کنټروله ووځي او په سیمه کې به د بې ثباتۍ لامل شي.
()
مسیر ورځپاڼې لیکلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په تړاو د امریکا د ولسمشر جو بایډن له پرېکړې وروسته داسې ښکاري چې د افغانستان د سولې بهیر په ټپه درېدلی دی .
د سرمقالې لیکوال پوښتنه کړې چې با لاخره د سولې په ټپه ولاړ حالت د ختمېدو لپاره باید ښکېلې خواوې څه وکړي؟
لیکوال خپلې پوښتنې ته په ځواب کې لیکلي، حکومت دې د طالبانو بندیان د یوه() منظم پلان له مخې په تدریج سره خوشې کړي او ورسره حکومت دې په رسمي ډول له ملګرو ملتونو وغواړي چې طالب مشران له تور لېسته وباسي، د دې په بدل کې طالبان اوربند یا اور کم اعلان کړي نو په دې سره به د سولې برخه کې اساسي پرمختګ ته لاره هواره شي.
مسیر د سرمقالې په پای کې لیکلي، د سولې په ټپه ولاړ حالت باید ختم شي او د سولې خبرې باید بېرته پیل شي، د دې لپاره باید دواړه اړخونه انعطاف وښيي.
()
ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي د ولسمشر محمد اشرف غني هغه غږ چې ویلي یې دي که څوک د جمهوریت صف سره نه درېږي نو مقابل صف کې دې ودرېږي، بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.
په سرمقاله کې یادونه شوې، د ټولنیزو شبکو ځینو کار کوونکو د ښاغلي غني دا غږ ستایلی او بدرګه کړې ده، خو یو شمېر نورو بیا ورسره مخالفت ښودلی، ځکه د لیکوال په باور د محمد اشرف غني غږ له هغه سره د ولاړو یو څو کسانو غږ دی او بل دا چې هغه په خپلو څرګندونو کې د دښمن صف نه دی روښانه کړی.
()
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیده نور له تاسو اجازه غواړوي خوشحاله او سوکاله وسئ .