په ایران کې په کرونا نورو ۳۷۴ککړوکسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i99396
تر دې دمه په ایران کې په کرونا دککړو کسانو شمیر  دوه میلیون درې لکه اوه اویا زره  تنو ته زیات شوی ، چې له دوي  تر دې دمه  په درملنې پسې  یو میلیون  درې شپیته زره پنځه سوه کسان  ښه اوله روغتونونو هم رخصت شوي دي .
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Apr 24, 2021 15:37 Asia/Kabul
  • په ایران کې په کرونا نورو ۳۷۴ککړوکسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ

تر دې دمه په ایران کې په کرونا دککړو کسانو شمیر  دوه میلیون درې لکه اوه اویا زره  تنو ته زیات شوی ، چې له دوي  تر دې دمه  په درملنې پسې  یو میلیون  درې شپیته زره پنځه سوه کسان  ښه اوله روغتونونو هم رخصت شوي دي .

 زمونږ خبریال راپور راکړ  د ایران د روغتیائی چارو وزارت نن دیوې  خبرتیا په خپرولو سره  وئيلی دي ، په تیر شواروز کې د تشخیص دنړیوالو معیارونو په اساس ،په هیواد کې  په کرونا ویروس ککړو نورو درې سوه څلور اویا کسانو خپل ژوند له لاسه ور کړی ، چې له دوي سره تر دې دمه په ایران  کې د کرونائي قربانیانو شمیر  نهه شپیته زره  یو سل شلو تنو ته زیات شوی دی .

 په دغې خبرتیا کې راغلي دي ، په تیرو ۲۴ساعتونو کې  په هیواد کې په کرونا ککړ اتلس زره  دوه سوه دیرش  کسان پيژندل شوي  چې له دوي دوه زره  نهه سوه څوارلس تنه په روغتونونو کې بستري شوي دي .

د ایران دروغتیائي چارود وزارت د اعلامیې په  اساس ،  تر دې دمه په ایران کې په کرونا دککړو کسانو شمیر  دوه میلیون درې لکه اوه اویا زره  تنو ته زیات شوی ، چې له دوي  تر دې دمه  په درملنې پسې  یو میلیون  درې شپیته زره پنځه سوه کسان  ښه اوله روغتونونو هم رخصت شوي دي .