ظریف د عراق له وزیراعظم سره هم وکتل
د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر چې د ایران او عراق د دلچسپۍ وړ موضوعاتو په لړ کښې له عراقي چارواکو سره د صلاح مشورې لپاره بغداد ته تلی دی، پرون مازیګر یې د دغه هیواد له وزیراعظم مصطفی الکاظمي سره ملاقات او خبرې اترې وکړې.

محمد جواد ظریف په دغه ملاقات کښې د دوه اړخیزو اړیکو او په اسلامي ایران پورې اړوندو سیمه ایزو دوسیو په تعقیبولو کښې د عراق د وزیراعظم د ځانګړو هلوځلو په قدرونې سره له ۴+۱ ډله هیوادونو سره د ایران د اسلامي جمهوریت په مذاکراتو کښې وروستي بدلونونه تشریح کړل او له ایټمي موافقې او د امریکې د ظالمانه او یواړخیزو بندیزونو له ختمولو د عراق د ملاتړ مننه یې وکړه.
په دغه کتنه کښې د عراق وزیراعظم مصطفی الکاظمي هم په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې ایران ته د عراق لید یوازې د ګاونډیتوب په چوکاټ کښې نه دی بلکې ایران د عراق سټراټيجک شریک دی، د داعش خلاف جنګ کښې له خپل هیواده د ایران ملاتړ ته اشاره وکړه او ویې ویل: د ایران دا دریځ به په تاریخ کښې هیڅ کله هیر نه شي.
له دې مخکښې د عراق د پارلیمان مشر محمد الحلبوسي هم په بغداد کښې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په کتنه کښې د دوه اړخیزو اړیکو او د دواړو ګاونډي هیوادونو د ملګرتیا د زیاتیدو او هم داشان د سیمې او نړۍ د بدلونونو او حالاتو په هکله خبرې اترې کړې وې.