د امام حسن مجتبی ع د زوکړې په هکله مبارکي وایو
(last modified Wed, 28 Apr 2021 00:08:51 GMT )
Apr 28, 2021 04:38 Asia/Kabul
  • د امام حسن مجتبی ع د زوکړې په هکله مبارکي وایو

نن د چهارشنبې ورځ د ۲۰۲۱ میلادي کال د اپریل د میاشتې اتویشتمه (۲۸) د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د غوايي د میاشتې اتمه (۸) او د۱۴۴۲ هجري قمري کال د روژې د مبارکې میاشتې پینځلسمه (۱۵) نیټه ده چې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د دوهم (۲) امام حسن مجتبي علیه السلام له نیکمرغه زوکړې سره سمون خوري .

حضرت امام حسن مجتبی چې د دریم (۳) هجري قمري  کال د روژې د مبارکې میاشتې په پینځلسمه (۱۵) نیټه په مدینې ښار کښې وزیږیده د نړۍ د شیعه مسلمانانو د لومړي(۱) امام حضرت امیرالمومنین  علي بن ابي طالب علیه السلام  او د اسلام د ګران پیغمبر حضرت رسول اکرم صلی الله علیه واله وسلم د ګرانې لور حضرت بي بي فاطمه الزهرا سلام الله علیها لومړی زوی و چې خدای پاک دوې  دواړو ته عنایت کړ .

حضرت علي علیه السلام او حضرت فاطمه الزهرا سلام الله علیها د خپل لومړي زوي د زوکړې په ورځ خپل ماشوم د خدای پاک ج رسول ته بوتله چې د هغه لپاره نوم انتخاب کړي ، پیغمبر اکرم حضرت محمد ص  د خدای په حکم سره د هغه نوم حسن چې معنا یې نیک او پسندیده دی کیښود .

حضرت  امام حسن علیه السلام دغه ویاړ درلود چې د خپل ژوند اوه (۷) کلونه د اسلام د ګران پیغمبر  او د خپل ګران نیکه حضرت محمد ص تر مهربانۍ او لطف لاندې تیر کړي او هغه حضرت په دغه ارزښتناک فرصت کښې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد د وجود له برکت او نور څخه ګټه پورته کړه او له هغه وروسته د خپل ګران پلار حضرت علي علیه السلام لپاره رښتیونی ملګری او تیزهوشه شاګرد و .

د ایران د راډیو او د ټیلي ویژن اداره صداوسیما د حضرت امام حسن مجتبی علیه السلام د نیکمرغه زوکړې د کلیزې په مناسبت د اهل بیت علیه السلام د عصمت او د طهارت د کورنۍ ټولو مینه والو ته د زړه له کومې مبارکي وايي .