په ايران کښې د کورونا نوې شمېرنې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i99592-په_ايران_کښې_د_کورونا_نوې_شمېرنې
د ايران د روغتيا ادارې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په کورونا له اخته کسانو څه د څلور سوه څلور دېرش تنو د مړينې خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 28, 2021 10:19 Asia/Kabul
  • په ايران کښې د کورونا نوې شمېرنې

د ايران د روغتيا ادارې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په کورونا له اخته کسانو څه د څلور سوه څلور دېرش تنو د مړينې خبر ورکړ.

د اېرنا د رپوټ له مخې ايران د اسلامي جمهوريت د روغتيا ادارې نن د يوې خبرتيا په خپرولو سره اعلان وکړ چې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې د کورونا له کبله  د څلور سوه څلور دېرش نورو کسانو په مړينې سره   

سره په هېواد کښې د دغو وائرسو له کبله د مړو شمېر ۷۰ زره ۹۶۶ تنو ته رسېدلےدے.

د دغې خبرتيا له مخې د پرېکنده تشخيصي معيارونو له مخې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په هېواد کښې يويشت زره اوه سوه ديارلس نور کسان په کوويډ ۱۹ بيمارۍ اخته شوي چې له هغو درې زره ۴۶۷ کسان په روغتونونو کښې داخل کړې شوي دي.

د روغتيائي ادارې د خبرتيا مطابق په ايران کښې په کورونا د اخته کسانو ټول شمېر  دوه ميلين څلور لکه نهه پنځوس زره نه سوه شپږ تنو ته رسېدلے دے چې  تر اوسه يو ميلين نهه لکه درويشت زره يو اتيا  تنه ښه شوي او له روغتونونو رخصت کړې شوي دي.

د خبرتيا له مخې په هېواد کښې د کوئيډ ۱۹ بيمارۍ پينځلس ميلين پينځه لکه دوه شپېته زره پينځه سوه شپېتۀ ټېسټونه ترسره شوي دي.