ظريف د يمن د جنګ او محاصرې د ختمولو غوښتنه وکړه
د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير د يمن د ملي نجات د حکومت د لوړرتبه مذاکره کونکي په کتنه کښې د دغه هېواد د جنګ او محاصرې د ختمولو غوښتونکے شو.
محمد جواد ظريف چې د عمان پائتخت مسقط ته په سفر لاړ دے پرون د يمن د ملي نجات د حکومت له لوړرتبه مذاکره کونکي محمد عبدالسلام سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
د ايران خارجه وزير په دغه کتنه کښېد يمن په خلقو د شپږ کلن تپل شوي جنګ په حالاتو د افسوس په څرګندولو سره د دغه هېواد د جنګ او محاصرې د ختمولو غوښتنه وکړه.
ظريف يو ځل بيا د يمن د بحران د يوازېنۍ حل لارې په توګه د سياسي حل لارې په اړه د ايران داسلامي جمهوريت په نظريې تاکيد وکړ او د ډزبندۍ له ټينګښت او په خپلو کښې د يمنيانو له خبرو اترو څخه د ايران ملاتړ بيان کړ.
محمد عبدالسلام هم په دغه کتنه کښې د يمن له ولس څخه د ايران د اسلامي جمهوريت د ملاتړونو قدرونه وکړه او ظريف يې د يمن د وروستيو بدلونونو او حالاتو خبر کړ.