د ایران او د امریکا ترمینځ د بندیانو خوشي کیدل تائید نشول
ایرنا خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي مجید تخت روانچي د امریکا او د ایران ترمینځ د بندیانو د متقابلې خوشي کیدا لپاره د موافقې خبر تائید نکړ .
مجید تخت روانچي پرون د اتو (۸) بندیانو د متقابلې خوشي کیدا او د ایران د اوه (۷) میلیارډه بلوکه شویو ډالرو د ازادولو لپاره د امریکا او د ایران ترمینځ د موافقې په هکله د ځینو رسنیو خبر ته په غبرګون کښې وویل دغه خبر نه تائیدیږي .
هغه وویل تهران تل د امریکا او د ایران د بندیانو په جامع تبادلې ټینګار کړی دی .
د ایران اسلامي جمهوریت په ځلونو د دوه طرفه بندیانو د مبادلې پلان مطرح کړی دی خو امریکا په چټي پلمو سره ځان خلاص کړی دی .
د ایران ځینې ښاریز یوازې د تهران پرضد د امریکا په غیر قانوني او یواړخیزه بایکاټونو باندې د سترګو د پټولو په تور د دغه هیواد په زندانو کښې بندیان دي .