-
د ارمنستان او ایران د ملي امنیت مسئولانو د تهران-ایروان ترمینځ دملګرتیاپه اړه خبرې کړې
Aug 17, 2025 02:32پارس تودي - د ایران او ارمنستان د ملي امنیت شوراګانو مسئولانو د دواړو هېوادونو ترمینځ د دوه اړخیزو ملګرتیاو په اړه خبرې اترې کړې.
-
ایران په جنوبي قفقاز کې د سولې او ثبات ملاتړ ته ژمن دی
Aug 17, 2025 01:54پارس تودي - د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د پرون په ماښام یوه یادښت کې لیکلي چې تهران په جنوبي قفقاز کې د سولې او ثبات ملاتړ ته ژمن دی او د ارمنستان امنیت، هوساینه او پرمختګ د ایران غوښتنه ده.
-
«غزه په تنده کې، اسرائیل ایران ته د اوبو وعده ورکوي»؛ د نتانیاهو بېځایه خبرو ته د ایراني د ایکس شبکې د کاروونکو غبرګون
Aug 16, 2025 12:28پارس ټوډی - د اسرائیلو رژیم د لومړي وزیر ادعا چې د ایران د اوبو د بحران د حل لپاره یې کړې، د دې هېواد د خلکو غبرګون را پارولي.
-
لوړ پوړی ایراني ډیپلومات: له اسراییلو د نړیوالې محکمې د مرستیالې ملاتړ له قضایي اخلاقو یوه حیرانونکې سرغړونه ده
Aug 16, 2025 11:30پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال وزیر نن شنبه په یو پیغام کې له صهیونیسټ رژیم څخه د نړیوالې محکمې د مرستیالې ملاتړ ته په ځواب کې وویل: د داسې رژیم ملاتړ چې په محکمه کې ګڼې دوسیې لري د نړیوالې محکمې اعتبار کمزوری کوي.
-
د ایران او ترکیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیرانو په انقره کې غونډه وکړه
Aug 16, 2025 03:02د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر په انقره کې له خپل ترکي سیال نوح یلماز سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.
-
سید عباس عراقچي: ایران د قفقاز د جیوپولیټیکي ثبات ساتلو ته ځانګړې پاملرنه لري
Aug 14, 2025 11:37پارس ټوډی - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د روسيې او ارمنستان له چارواکو سره په لیدنه کې د قفقاز پر ستراتیژیک اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: ایران په ځانګړې توګه د سیمې د جیوپولیټیکي ثبات ساتلو او د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو په لټه کې دی.
-
د فلسطین د نسل وژنې او پر جاپان د اټومي برید ترمنځ د ورته والي په اړه د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند پیغام
Aug 14, 2025 11:31پارس ټوډی - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د راپور ورکوونکو خبرداری، چې د فلسطین د نسل وژنې او په ۱۹۴۵ کال کې د هیروشیما او ناګاساکي د اټومي بمبارۍ ترمنځ ورته والی ښيي، خپور کړ.
-
محمد باقر قالیباف: د اپارتاید رژیم مشران د یوې پیالې تصفیه شوي فاضله اوبو سره د ایران د خلکو د دوکه کولو په لټه کې دي
Aug 14, 2025 11:23پارس ټوډی - د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان رئیس د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر د وروستیو ادعاوو په غبرګون کې، د فلسطین په اشغال شوو خاورو کې د اوبو د بحران او وچکالۍ د مستنداتو په وړاندې کولو سره ټینګار وکړ: د ۲۱مې پېړۍ نازیان، چې د تهران شمال د تجریش په میدان کې یې د اوبو اصلي شریان په توغندي وویشت، اوس د یوې پیالې تصفیه شوي فاضله اوبو سره د ایران د خلکو د دوکه کولو په لټه کې دي، خو زموږ ملت په تاریخ کې له دې ډېر کسان بې اهمیته کړي دي.
-
د ایران د اور وژنې محصولاتو صادرات دوه برابره زیات شوي
Aug 14, 2025 11:21پارسټوډی - د ایران د اور وژنې محصولاتو شرکت رئیس وایي، سږ کال د دې شرکت د محصولاتو صادرات د تېر کال په پرتله دوه برابره زیات شوي دي.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د صهیونیستي رژیم د فاشیستي ارمانونو د مهارولو لپاره د نړیوال قاطع اقدام پر اړتیا ټینګار وکړ
Aug 14, 2025 09:43پارس ټوډی - د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د صهیونیستي رژیم د تحت تعقیب لومړي وزیر د هغه ویناوو په اړه، چې د نام نهاد «لوی اسرائیل» طرحې په اړه دی، په ښکاره ټول د مصر، اردن، لبنان او سوریې په شمول د خپلواکو هېوادونو پر خاورو د لا زیاتې لاسوهنې او دوامداره تېري لپاره د دې رژیم د نیت ښکاره اعلان دی، د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو حقوقو د ښکاره نقض په توګه یې وغانده او محکوم یې کړ.