-
د ایران د نفتو وزیر: د بریکس ډیجیټلي مرکز د انرژۍ د همکاریو د پراختیا مهم ګام دی
Jun 26, 2026 15:04پارس ټوډی – د ایران د نفتو وزیر ویلي، د بریکس د هوښیارو برېښنايي شبکو او د انرژۍ د زېرمه کولو د ډیجیټلي مرکز پرانیستل د بریکس د غړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ د همکاریو د پراختیا په لاره کې یو مهم او تاریخي ګام دی.
-
د خلیج فارس د اوبلارې ادارې خبرداری: د غیرمجازو لارو د پېښو مسؤلیت د بېړیو پر مالکانو دی
Jun 26, 2026 13:49پارس ټوډی – د خلیج فارس د اوبو لارې ادارې خبرداری ورکړی چې د ایران له اعلان شویو لارو پرته د بېړیو تګ راتګ به د خوندي تېرېدو له ضمانت او بیمې برخمن نه وي.
-
ایران د هرمز په تنګی کې د کښتیو د تګ راتګ د مدیریت لپاره له عمان سره همږغي کوي
Jun 26, 2026 07:44د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل، د هرمز په تنګی کې د ۶۰ ورځني تګراتګ د مدیریت لپاره له عمان سره تخنیکي همغږي ضروري ده.
-
ایټالیا وایي د ایران پر ضد مو د خپلو پوځي اډو د کارولو اجازه نه ده ورکړې
Jun 26, 2026 07:43د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر د ناټو د سرمنشي هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې امریکا د ایران پر ضد په پوځي عملیاتو کې د ایټالیا له پوځي اډو څخه کار اخیستې ده.
-
له ایران سره جګړه او هغه پوښتنې چې ټرمپ ته یي ځوابونه معلوم نه دي
Jun 26, 2026 07:34چتم هاوس په یوه تحلیلي راپور کې د امریکا او ایران د وروستۍ جګړې په اړه لیکلي چې ډونالډ ټرمپ له دې انګېرنې سره پوځي شخړې ته داخل شو چې پراخ پوځي فشار به ایران دې ته اړ کړي چې د واشنګټن غوښتنې ومني، خو وروستۍ پایلې وښودله چې امریکا، سره له دې چې ځینې تاکتیکي بریاوې یې ترلاسه کړې، په خپلو ستراتیژیکو موخو کې بریالۍ نه شوه.
-
عاشورا؛ د بصیرت او وفادارۍ مکتب چې د تاریخ پولې یې ماتې کړې
Jun 25, 2026 12:58پارس ټوډې – عاشورا هغه ستر مکتب دی چې په کې وفاداري له وینې سره وتړل شوه او د امام حسین (ع) ۷۲ شهیدو ملګرو د حق د لارې په شعوري انتخاب سره د تلپاتې عزت او سرلوړۍ بېلګه جوړه کړه او د تاریخ د هدایت څراغونه شول.
-
پزشکیان: امام حسین (ع) موږ ته د ظلم پر وړاندې د درېدو درس راکړی
Jun 25, 2026 13:50پارس ټوډی – د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د عاشورا حسینې ورځې په مناسبت ویلي، امام حسین (ع) انسانانو ته دا ښوولي چې د ظلم، واک غوښتنې او شخصي ګټو پر وړاندې ودرېږي.
-
قالیباف: اسلامي هېوادونه باید د وروستۍ جګړې له تجربو درس واخلي
Jun 25, 2026 13:45پارس ټوډی – د ایران د اسلامي شورا مجلس رئیس محمدباقر قالیباف ویلي، د اسلامي هېوادونو ترمنځ یووالی یوه نه جلا کېدونکې اړتیا ده او ټول اسلامي هېوادونه باید د وروستۍ جګړې له تجربو درس واخلي.
-
بقایي: ناټو باید د ایران پر ضد جګړه کې د خپلې همکارۍ ځواب ورکړي
Jun 25, 2026 13:33پارس ټوډی – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ټینګار کړی چې ناټو او د دې سازمان غړي هېوادونه باید د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیلو په بریدونو کې د هر ډول همکارۍ په اړه ځواب ویونکي وبلل شي.
-
سپاه پاسداران: د هرمز تنګي خوندي تېرېدنه یوازې د ایران له اعلان شویو لارو ممکنه ده
Jun 25, 2026 13:27پارس ټوډی – د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران سمندري ځواک اعلان کړی چې د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ لپاره له دغه ځواک سره همغږي کول لازمي دي.