-
د شانګهای د همکارۍ سازمان د راډیو او ټلویزیون د اتحادیې د جوړېدو لپاره د ایران وړاندیز
Jun 25, 2026 07:43پارس ټوډې – د «شانګهای د همکارۍ سازمان د راډیو او ټلویزیون اتحادیې» د جوړېدو په وړاندیز سره، ایران وغوښتل چې د رسنیو له تیت پرک همکاریو څخه د یوه بنسټیز او پایداره جوړښت پر لور حرکت وشي.
-
د ګروسي پر تبلیغاتي فضا جوړونې د غریب آبادي نیوکه؛ له اټومي تاسیساتو څخه د لیدنې هېڅ پلان نشته
Jun 25, 2026 07:41پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال وویل: په سویس کې له رافائل ګروسي سره، سره له دې چې هغه غوښتنه کړې وه، هېڅ ناسته ترسره نه شوه.
-
قالیباف د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډه کې د ګډون په موخه باکو ته ولاړ
Jun 24, 2026 14:06د ایران د اسلامي شورا رئیس محمدباقر قالیباف د پارلماني پلاوي په مشرۍ د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د پارلمانونو د اتحادیې په شلمه غونډه کې د ګډون لپاره د اذربایجان پلازمېنې باکو ته تللی دی.
-
د ایران ولسمشر د پاکستان له لومړې وزیر سره په کتنه کې د مسلمانانو تر مینځ په یووالې ټینګار وکړ
Jun 24, 2026 14:01پارس تودی- د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان چي اسلام اباد ته په رسمي سفر تللی وو، د دې هیواد له لومړي وزیر شهباز شریف سره په لیدنه کې د سیمهییزو او نړیوالو حالاتو د ارزونې ترڅنګ د ستراتېژیکو همکاریو پر پراخولو، د اقتصادي اړیکو پر وده او د اسلامي هېوادونو ترمنځ د وحدت او همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
-
ایران او عمان د تنګې هرمز د خوندي تیریدو په تضمین موافقه وکړه
Jun 24, 2026 06:19د عمان سلطنت او د ایران اسلامي جمهوریت په یوه ګډه اعلامیه کې بیاځلي د تنګې هرمز د نړیوالې کښتۍ چلونې لپاره د یوې خوندي او پرانیستې اوبو لارې په توګه د ساتلو ژمنه تکرار کړه او د دې تنګې په سیمه ییزو اوبو باندې خپل حاکمیت او واکمن حقونه یې ټینګ کړل.
-
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د پاکستان د پوځ قوماندان جنرال عاصم منیر د همکاریو پر پراختیا او د سیمې د امنیت پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
Jun 24, 2026 06:17د ایران جمهور رئیس او د پاکستان اردو قوماندان د خپلو ترمنځ د سیاسي، امنیتي او دفاعي همکاریو د بهیر په معاینه کولو سره، د امنیت په برخه کې د دوه اړخیزو همغږیو د لوړولو اړتیا باندې ټینګار وکړ.
-
امیر جهانشاهي: له دښمن سره د مقابلې لپاره په بشپړه توګه چمتو یو
Jun 24, 2026 06:15د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د ځمکنیو ځواکونو قوماندان وویل: په سیستمونو، وسایلو، وسلو، مهماتو د یونټونوتجهیزول او د ځواکونو د جنګي وړتیا لا زیات لوړول روان دي.
-
هرمزتنګی به ایران اداره کړي؛وروستۍ پرېکړه د رهبر وینا اوحکم دی
Jun 23, 2026 12:05پارس ټوډې- د ایران د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي مشر محمدباقر قالیباف وویل: د هرمز تنګي اداره به هېڅکله له جنګ مخکي حالت ته بېرته ونه ګرځي، بلکې دا تنګی به د نړیوالو قوانینو په رعایتو او د ایرانيو ترتیباتو له مخې د ایران له خوا اداره شي.
-
د «شهید باقري» بېپیلوټه الوتکو لېږدوونکې بېړۍ؛ په سمندر کې د ایران د هوايي ځواک نښه
Jun 23, 2026 16:04پارس ټوډی – د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه سمندري ځواک د لرې سمندري سیمو د ماموریتونو لپاره د سترو بېړیو پر سمبالولو ټینګار کړی و، او په همدې موخه یې د کورنیو وړتیاوو په مټ مهمې او ستراتیژیکې پروژې پلې کړې.
-
د سویس د مذاکراتو نوي جزئیات؛ د څلورو کاري ډلو او څارونکو کمیشنونه جوړشول
Jun 23, 2026 12:50پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د تخنیکي مذاکراتو د برخې مشر کاظم غریبآبادي وویل چې د سویس په غونډې کې د راتلونکو مذاکراتو پر ترتیباتو موافقه شوې ده.