-
د ایران د پارلمان مشر وایي ډیپلماسي د میدان بشپړه کوونکې ده/ په امریکا باور نه لرو
Jun 23, 2026 05:56د ایران د مذاکره کوونکي پلاوي مشر، محمدباقر قالیباف له امریکایانو سره تر خبرو اترو وروسته ویلي چې مذاکره د مبارزې یوه لاره او د هغې دوام دی او پوځي بریاوې هغه وخت بشپړې پایلې ورکوي چې د ډیپلوماسۍ له لارې په سیاسي او حقوقي لاسته راوړنو بدلې شي.
-
عمان ته د قالیباف او عراقچي سفر؛ د اوربند او د هرمز تنګي د امنیت په اړه مهمې سلا مشورې
Jun 23, 2026 05:44د وروستیو ډیپلوماټیکو هڅو په دوام، د ایران د مذاکره کوونکي پلاوي مشر محمدباقر قالیباف او د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچی مسقط ته سفر کړی، څو له عماني چارواکو سره د سیمې د مهمو موضوعاتو په اړه خبرې اترې ترسره کړي.
-
د ایران مذاکراتي پلاوي له سویتزرلند څخه تهران ته واپس شو
Jun 22, 2026 15:30د ایران د اسلامي جمهوریت مذاکراتي ټیم چي د ایران د پارلمان د مشر محمد باقر قالیباف په مشری سره، له امریکا سره د خبرو اترو لپاره د دوشنبې په ورځ سویتزلند ته تللي وه، له ۱۸ ساعتونو خبرو اترو وروسته، بیرته تهران ته راستون شو.
-
د PUIC اجرایی کمېټي د اسلامي هېوادونو د یووالي لپاره د ایران له هڅې هرکلی وکړ
Jun 22, 2026 15:13پارس ټوډی – د ایران اسلامي جمهوریت هغه وړاندیز چې د نړیوالې بین المجالس اتحادیې (IPU) د نوي رئیس د ټاکنې په بهیر کې د یووالي د پیاوړتیا لپاره وړاندې شوی و، د PUIC د اجرایوي کمېټې په ناسته کې تصویب شو.
-
د پاڼې په سر تفاهم بسنه نه کوي/ امریکا باید په عمل کې خپلې ژمني پوره کړي
Jun 22, 2026 14:37د ایران د پارلمان د ملي امنیت د کمیسیون غړی په دې باندې په ټینګار سره چي د ایران او امریکا تر مینځ تفاهم یوازې د ژمنو د عملې کېدو له لارې د ارزولو وړ دی، وویل: په خبرو اترو کې یوازې د بندونو سره هوکړه بسنه نه کوي، خلګ یې باید اثرات وویني، د ایران د شتمنیو له خوشي کېدو نیولې بیا د بندیزونو تر لیري کېدو پورې، امریکا باید په سیمه کې خپلې ژمنې پوره کړي.
-
دانقلاب د شهید مشر د جنازې مراسم په نجف او کربلا کې ترسره کېږي
Jun 22, 2026 14:12پارس ټوډی – د اسلامي انقلاب د شهید مشر د وداع، تدفین اوجنازې د کمیټۍ ویاند اعلان وکړ: د امام شهید د وداع او تشییع مراسم د چنګاښ میاشتې په ۱۷ نیټه په نجف او کربلا ښارونو کې ترسره کېږي.
-
صیهونیسټانو ته د قاآنی خبرداری: له جنوبي لبنان به په لګتو وشړل شي
Jun 22, 2026 13:00پارس ټوډی – د سپاه پاسدران د قدس ځواک قوماندان صهیوني اشغالګرو ته خبرداری ورکړ، چې که له جنوبي لبنان په خپله پښه ونه وځي، نو په ذلت او ماتې سره به په لګتو وشړل شي.
-
بقائي: باید د ژمنود پلي کولو لپاره د مقابل لوري ګرېوان ونیسو
Jun 22, 2026 12:59پارس ټوډی – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د بورګن اشتوک غونډې تر پای وروسته وویل: د ایران پلاوي نظر دا دی چې د تعهداتو د پلي کولو لپاره باید د مقابل لوري ګرېوان ونیسو.
-
د لبنان، بندیزونو او شتمنیو په اړه د ایران او امریکا ترمینځ په مذاکراتو کې پرمختګ شوی
Jun 22, 2026 12:32پارس ټوډې- سید عباس عراقچي د یکشنبې په شپه د سویس د بورګن اشټوک له اوږدو او کوټلو خبرو اترو وروسته په خپل ټولنیز چینل کې ولیکل: د پاکستان او قطر نه ستړې کېدونکي منځګړیتوب د لبنان د جګړې پای ته د رسولو لپاره مهم پرمختګونه راوستل.
-
د صهیونیستي پوځ سرتېرو ته د قاآني خبرداری
Jun 22, 2026 07:55د سپاه قدس ځواک قوماندان، اسماعیل قاآني، صهیونیستي پوځیانو ته په خطاب کې ویلي چې په وروستیو څلور ورځو کې ستاسې نږدې سل کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.